لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته بيا د ایف ای ټي ایف خړ فهرست نه ځان ژغورلو لپاره څه کول وي؟


د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار د نړیوالې ادارې اېف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه پاکستان څلور کاله وروسته وويستل شو خو پوښتنې راولاړیږي چې ددې نوملړ څخه په وتلو پاکستان څه مالي او اقتصادي ګټې ترلاسه کولی شي او دا چې که پاکستان بيا د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې د شاملېدو نه ځان بچ کول غواړي نو هغه کوم ګامونه دي چې په پورته کولو سره یېدا هېواد بيا د نړیوالې څارنې لاندې د راتګ نه ځان وساتي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي که څه هم د ايف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه په وتلو به دپاکستان اقتصاد ته په سملاسي ډول کومې ګټې ونه رسيږي خو دې سره د پاکستان په لمن د ترهګرو د مالي مرستې کوونکي هېواد په توګه لګیدلی تور داغ ووينځل شي.

دجمعې په ورځ د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو په غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف پاکستان څلور کاله وروسته د څارنې د خړ فهرست څخه وويستلو او پاکستان په سرکاري کچه ددې اعلان هرکلی کړی او دا یې د هېواد لويه بريا بللې ده.

پاکستان کال 2018م کې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ نوملړ کې اچول شوی ؤ او له هغې وروسته نړیوالې ادارې دغه هېواد ته د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي لپاره د مالياتي اصلاحاتو کولو اؤ قوانينو جوړولو لپاره 36 نکاتي کاريز پلان ورکړی ؤ.

پاکستان په دغه پلان د عمل په ترڅ کې نوي قوانین جوړ کړل او داسې ضوابط یې هم معرفي کړل چې ليدل کيده دا هېواد به د خړ فهرست څخه ووځي خو بيا هم دا ګمان کيدو چې پاکستان به تور نوملړ ته ولاړ شي.

اوس چې پاکستان په بريا سره د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس دوه برغ کاريز پلانونه عملي کړل او نامه یې د څارنې د فهرست څخه ووتله نو پوښتنې راولاړیږي چې ددې به دې هېواد ته څه ګټې ورسي او هغه کوم ګامونه او کارونه کول دي چې دا هېواد بيا خړ فهرست ته لا نه شي.

اسلام اباد کې د اقتصادي او پرمختيايي چارو دڅېړنيزې ادارې اېس ډي پي اي مشر عابد قيوم سلهري وايي که پاکستان بيا د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس خړ فهرست ته دلویدو څخه ځان ژغورل غواړي نو په هغو قوانینو به ورله په پاېدار ډول او پرله پسې عمل کول وي چې په دې وروستیو کلونو کې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په سپارښتنه جوړ کړی شوي دي.

ښاغلې قيوم زياتوي د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د سپارښتنو له کبله اوس د پاکستان اقتصاد او مالي لېن دېن په ليکلې بڼه کې راغلی او په داسې کيدو سره د محصولاتو جال هم پراخه شي.

نوموړي وويل کله چې پاکستان د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې و نو د هېواد د ونډو په بازار کې به د بهر څخه پانګوال نه راتلل او اوس به دغه پانګونې راتلل پېل شي.

وايي دې سره به اوس د ترسيلاتو راتلل اسان شي او ورسره به د کاروبار لپاره د پېسو تګ راتګ هم اسان شي.

اقتصاد پوهان وايي کله چې يو هيواد د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شامل وي نو بهر ملکي کمپنۍ او اداري په هغه هېواد کې د پانګو اچولو نه ډډه کوي ځکه چې دې سره په مالياتي ورکړه راکړه کې ستونزې پېدا کېږي.

هم دا ډول د خزانې پخوانۍ وزیر او داقتصادي چارو شنونکی ډاکټر سلمان شاه وايي هغه نه ويني چې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د خړ فهرست څخه په وتلو سره به د پاکستان اقتصاد ته سملاسي کومې ګټې ترلاسه شي ولې چې ددې هېواد اقتصادي ستونزې نورې دي.

نوموړی وايي يو کار وشو چې دې سره د پاکستان په لمن تور داغ ختم شو. او بهرني پانګؤال به ګڼي چې د پاکستان اقتصاد روڼ او شفاف دی او هغوى به دلته د ايف ای ټي اېف لخوا د خطر د خبرداري څخه نه مخ کېږي.

د پاکستان لپاره د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس خړ فهرست په دوو برخو مشتمل ؤ چې په کې يو د هېواد مالياتي نظام پېاوړې کول او په غېر قانوني توګه د پېسو د ترسيل مخه نيول وو او دوېم په داخلي کچه د هغو کسانو او ډلو پرضد ګامونه اخستل وو چې د ملل متحده د بندېزنو لاندې دي.

ځنې پوهاند وايي که د ملل متحده لخوا د بندېزنو سره مخ لا قانونه ګرځول شوې ډلې بيا په بدلو نومونو فعاليتونه پېل کوي نو ګمان کوي چې پاکستان بيا دغه فهرست ته تللی شي خو ښاغلې عابد قيوم داسې نه ګني او وايي پاکستان سره ددې د مخنیوي قوانین شته او که چېرې دغه ډلې بيا هلې ځلې کوي نو پرخلاف یې ددغو قوانینو لاندې ګامونه اخستل کېدای شي.

خو ډاکټر سلمان شاه له دې ورستو د نړیوالو بندېزنو سره دمخ تنظيمونو د بيا فعاليت احتمال ردوي او وايي دا هله کېدای شي چې دغه ډلې د ترهګرۍ د مالي مرستو لپاره د پاکستان بينکي نظام وکاروي خو زياتوي داسې کول هم اوس مشکل شوې دي ځكه چې د فتانشنل اېکشن ټاسک فورس په وېڼا پاکستان د بېنکونو په نظام کې داسې حفاظتي بندونه اچولي دي چې د ترهګرو لخوا ددې کارول کېدل ناشونې خبره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG