لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ویلي د جمعې په ورځ لانګ مارچ اعلانوي خو شهباز شریف وایي اسلام اباد ته به یې پرې نه ږدي


Imran Khan Shahbaz sharif
Imran Khan Shahbaz sharif

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې دجمعې په ورځ به اسلام اباد ته دلانګ مارچ یا احتجاجي لاریون اعلان کوي خو په عین حال کې وزیراعظم شهباز شریف وایي په هیڅ حال کې به دده حکومت یو "منل شوي غل" ته اسلام اباد ته دننوتلو اجازه ورنه کړي.

په عین حال کې د عمران خان دنااهلۍ په ضد اوړمه ورځ دتحریک انصاف ګوند لخوا دشوؤ احتجاجونو پسر دعمران خان په ګډون دهغه دګوند دسوؤنو فعالینو پرضد خیبر پښتونخوا اؤ اسلام اباد کې مقدمې درج کړل شوي دي.

تیره ورځ خپل کور بني ګاله کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال عمران خان ویلي دي دهغه ګوند هیواد کې دجمهوریت دبحالۍ غوښتنه لري خو اوس دی ګڼي چې هیڅ نتیجه مخې ته نه راتلونکې ده ځکه نو دجمعې په ورځ به دلانګ مارچ اعلان کوي.

هغه ویلي دا ځل به دبشپړې تیارۍ سره اوځي اؤ د ولس یو سمندر به ځان سره اسلام اباد ته بوځي .

دعمران خان وینا وه" کله چې د ولس دا سمندر اسلام اباد ته ورسیږي نو هغوئ(حکومت) به پخپله پوهه شي"

کله چې په دغه موقعه عمران خان نه دهغه دنیول کیدو دخطر په اړه پوښتنه وشوه نو وي ویل" که دوي ما ونیسي نو ایا لانګ مارچ به ونه شي؟ څومره سترې جلسې چې ما وکړې چیلنج ورکوم چې هیڅوک یې نه شي کولی اؤ که دوي داحتجاج مخه نیسي نو انتشار به خور اؤ ملک به بند شي"

بل لوري ته دخالي په ورځ وزیراعظم شهباز شریف په عمران خان دغلا اؤ غبن تورونه تکرار کړي اؤ ویلي یې دي حکومت به یې هیڅکله یو "منل شوي غل" ته اسلام اباد ته دننوتلو اجازه ورنه کړي.

مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې شهباز شریف ویلي عمران خان ته چې دوستو هیوادونو کوم سوغاتونه یا تحفې ورکړې وې هغې یې خرڅې کړي اؤ په ټوله دنیا کې یې دپاکستان نوم بدنام کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دتوشه خانې په ریفرنس کې دجمعې په ورځ دپاکستان الیکشن کمیشن عمران خان نااهله ګرځولې اؤ دهغه دنااهلۍ پرضد اوړمه ورځ ګرد هیواد کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو سخت احتجاجونه کړي وؤ.

ددې احتجاجونو پسر تیره ورځ داسلام اباد بیلابیلو تاڼو کې دعمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو ۷۸ؤ مشرانو ترڅنګ پېښور کې هم دتحریک انصاف ګوند د ۷۰۰ پلویانو پرضد پولیسو داړي،ګړي، سرکاري ودانیو اؤ تنصیباتو ته دنقصان رسولو مقدمې درج کړې دي.

سږکال داپریل په میاشت کې دبې باورۍ دتحریک دلارې دعمران خان دحکومت ختمیدو نه وروسته پخواني وزیراعظم عمران خان هیواد کې د بې وخته ټولټاکنو پرله پسې غوښتنې کوي اؤ ددې غوښتنې پسر یې داحتجاجونو لړۍ هم پیل کړې ده خو وزیراعظم شهباز شریف پخپل پروني پریس کانفرنس کې په غوڅه توګه ویلي دي انتخاباتو ته لا ۱۱ میاشتې وخت شته اؤ دمعیشت ښه کولو نه پرته دوئ دانتخاباتو کولو هیڅ اراده نه لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG