لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: تر هغې به علي وزیر لپاره مبارزه کوؤ چې له زندانه مو نه وي را خلاص کړی


پېښور _ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي ترڅو چې علي وزیر له بنده نه وي راخلاص شوی پي ټي‌ ایم به دهغه لپاره خپله مبارزه روانه ساتي .

یوې شخصي رسنۍ سره خبرو کې ښاغلي پښتین دپاکستان په مرکزي ایتلافي حکومت نیوکې کړي چې دعلي وزیر سره یې ډیر بد وکړل اؤ دهغه په ناروا بند یې سترګې پټې کړې دي.

پخپلو خبرو کې ښاغلي منظور پښتین ویلي کله چې موجوده حکومت په اپوزیشن کې ؤ نو دوي ته به یې دانساني حقونو لویې لویې لیکچرې ورکولې خو وایي اوس چې دوي حکومت کې راغلي دي نو علي وزیر سره کیدونکی غیر انساني سلوک نه ویني.

دهغه په وینا "دوي چې په اپوزیشن کې وؤ نو هره ورځ به یې دعلي وزیر د پراډکشن ارډر تپوس کولو چې ولې نه جاري کیږي نن د دوي خپل حکومت دی، نو دعلي وزیر سره کیدونکی زیاتې په نظر نه ورځي"

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير چې د کال 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کراچۍ کې د هغه پرضد جوړو څلورو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي دي. پي ټي اېم دعوه کړې چې علي وزیر اوس په غېر قانونه توګه بند دی خو د کراچۍ د جېل چارواکي وايي هغه په یوه بله مقدمه کې ګرفتار دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین تیره اوونۍ پخپل یو يو ټیويټ کې دعوه کړې وه چې"په علي وزير چې په سيند صوبه کې څومره مقدمې وې په ټولو کې يې ضمانتونه شوي ضمانتي مچلکې جمع شوي او د خوشي کولو د ټولو قانوني تقاضو پوره کېدو 20 ورځې وروسته هم علي خوشی نه شو"

منظور پښتین ویلي وؤ "د عدالتي ضمانتونو باوجود علي وزير دا وخت د سيند حکومت ماتحت کراچۍ جېل کې په مکمله توګه په حبس بې جا [غېر قانونه بند] کې دی"

خو د کراچۍ د مرکزي جېل مشر [سپرنټنډنټ] حسن سهتو د وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ويلي وؤ، "د عدالت ریمانډ زمونږ سره دی او که دوی (پي‌ټي ایم ) ته معلومه وي چې [علي وزير] عدالت ته نه دی پکار نو دوی بيا هلته د ضمانت دپاره ولي تلي دي"

نوموړي زیاته کړې وه "عدالت مونږ ته ليکي چې هغه په دې مقدمه کې پکار دی نو مطلب دا چې هغه ګرفتار دی څو پورې چې د هغه ضمانت نه وي شوی. نو د خېبرپښتونخوا په يوه مقدمه کې د هغه ځای د جج زمونږ سره ریمانډ وارنټ دی نو هغه مونږ بيا څنګه داسې ساتلی شو او هغه بيا يو اېم اېن اې دی يو عام تن خو نه دی"

علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي.

علي وزير ته په کراچۍ کې په وروستۍ مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12نمبر عدالت په 13 ستمبر د ضمانت منظوري ورکړې وه.

د نوموړی پرضد په کراچۍ کې د مقدمو اورېدنې هم روانې دي او د کال 2020 د دسمبر په مقدمه کې چې نوموړی نيول شوی په دغه مقدمه کې د وکيلانو په خبره وروستي او ختمي دلايل په شپږم اکتوبر پوره شوي او د فېصلې اورولو دپاره پکې 22 اکتوبر نېټه ټاکل شوې وه چې په دغه نیټه هم فیصله وا نه ورؤل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG