لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومند ډيم د زمکو مالکان وايي د دوي د زمکو کمه معاوضه ورکول ورته دمنلو نه ده


مهمند ډیم
مهمند ډیم

پېښور ـ د مومند ډيم د زمکو مالکان وايي حکومت چې د يو ايکړ زمکې کومې پېسې دمعاوضې په توګه ورکوي هغه دوي ته د منلو وړ نه دي.

د دوي وېنا ده د ملک نورو برخو کې د جوړيدونکو ډيمونو د زمکو مالکانو ته د يو ايکړ پسر د څلويښتو لکو نه زياتې روپۍ ورکړل کيږي او دوي ته فقط درې لکه روپۍ ورکول کيږي۔

د مومندو نه د سېنټ غړي سنېټر هلال الرحمان ډيوه ته وويل د مومند ډيم پي سي ون کې د يو ايکړ زمکې قيمت نهه لکه اته اتيا زره روپۍ اېښودل شوى دى خو د زمکې مالکانو ته فقط درې لکه روپۍ ورکول کيږي.

نوموړي وويل په دغه حساب د زمکې په قيمتونو کې مالکانو ته اته اربه روپۍ کمې ورکول کيږي.

"د پي سي ون مطابق لس اربه روپۍ جوړيږي چې د زمکو مالکانو ته ورکړل شي خو د هغوي د زمکو د دريو لکو د حسابه دوه، يا دوه نيم اربه روپۍ جوړيږي، هغه پېسې چې په پي سي ون کې منل شوي د هغې نه کمې پېسې د زمکې مالکانو ته ورکول کيږي"

هلال الرحمان وويل دوي ته د تېرو څلورو مياشتو نه د ډيم پي سي ون نه ورکړل کيدو چې د زمکې د کره قيمت او مالکانو ته د ورکړل کيدونکو پېسو فرق معلوم کړي۔

نوموړي وويل حکومت ته د زمکې ورکولو په معاهده د پاکستان تحريک انصاف د مومندو د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند او هم ددغه ګوند د چارسدې نه د قامي اسمبلۍ غړي انور تاج لاسليکونه شوي چې له مخې يې د زمکې قيمت د قام سره درې لکه روپۍ ټاکل شوى دى۔

د زمکې يو مالک يونس خان ډيوه ته وويل دوي ته په هغه وخت کې په پي سي ون کې ليکل شوى نرخ نه د ډېم او نه د ضلعي انتظاميي لخوا ښودل شوى و۔

نوموړي وويل د دوي نه زمکې په دهوکه کې اخستل شوي دي۔

"مونږ نه وو خبر چې د حکومت نرخ څه دى ، پي سي ون راته نه ښودل کيدو، مونږ سره ډيرې وعدې شوې وې چې د ډيم سره به د تعليم،صحت او روزګارونو په مد کې ترقي راشي خو هغسې هيڅ هم ونه شول"

پي سي ون د يو حکومت ترقياتي منصوبې د عملي کولو د پاره جوړ کړى شوى پلان وي، چې د هغې د خرچ او سرته د رسولو تفصيل پکې ليکل شوى وي۔

د مومندو د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند وويل د زمکې د نرخ فېصله د دوي د منتخب کيدو نه وړاندې د مالکانو او حکومت ترمېنځه شوې وه، دوي بيا د منتخب کيدو نه پس د ټولې زمکې د څه برخې د خرڅ په معاهده لاسليکونه کړي دي۔

نوموړې وويل که اوس قام غواړي چې خپلې پوره پېسې ورته ترلاسه شي دوي په يې هرقسمه مرسته کوي.

"د قام خلک که عدالت ته ځي او که احتجاج کوي مونږ به يې ملاتړ کوو، ځکه چې مونږ هم د خپلو خلکو ګټه غواړو"

د مومند ډېم د جوړولو ټېکه ډيسکان او د چين يوې کمپنۍ ته ورکړل شوې ده، د ټهېکې ورکولو په وخت د هغه وخت مخالفه ګوندونو د درغليو تور لګولى و۔

د پاکستان د اوبو او توانايۍ د پرمختيا ادارې يا واپډا په وېب پاڼه ليکل شوي د ډېم په بېلا بېلو برخو کار روان دى، د سرته رسيدو په صورت کې به دا اته سوه ميګاواټه بجلي پېدا کوي او د شپاړس زره ايکړه نه زياتې زمکې به خړوبوي .

خو په وېب پاڼه خلکو ته د معاوضې ورکړل کيدو يا نه ورکړل کيدو تفصيل نه دى شريک کړى شوى

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG