لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديونيسيف خبردارى:دپاکستان سېلاب ځپلو سيمو کې ماشومان دخوراک سخت کمي سره مخ دي


اسلام اباد ـ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف خبردارى ورکړى چې د پاکستان په سېلاب ځپلو سيمو کې ماشومان د خوراک د سخت کمي سره مخ دي او په اغېزمن شوو سيمو کې نزدې 70 لکو ماشومانو ته د رسېدو لپاره يې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.

اخوا د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال ويلي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف سره شوى تړون د سېلاب ځپلو سيمو په بيا رغونه کې لويې خنډ دى ځکه چې نړیوالې ادارې د پاکستان حکومت دپرمختيايي پروګرام څخه د 40 فيصدي څخه د زياتو فنډونه د نه لګولو پابند کړى دى.

د يونيسف ترمخه د پاکستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د قي دست او هيضې د ناروغيو له کبله نزدې 528 ماشومان مړه شوي دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي حکومت هڅه کوي چې د ژمي راتلو نه وړاندې د سېلاب ځپلو سيمو د بيا رغونې دوېم پړاو مکمل کړي.

په ورځپاڼه ډان کې خپور شوې رپورټ کې د ملګرو ملتونو د ادارې يونيسف له خوا ويل شوي چې د صحت طبي ماهرينو د پاکستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د ستمبر مياشتې نه تر اوسه پورې د 22 زرو څخه د زياتو ماشومانو معلومات ترلاسه کړي چې په کې د 2630 نه زيات يا په نهو کې يو ماشوم د خوراک د شديد کمي سره مخ موندل شوى.

د يونيسف رپورټ وايي چې د بلوچستان او سيند په سېلاب ځپلو سيمو کې د 10 لکو څخه زياتو کسانو ته د څښلو پاکو اوبو او نزدې 60 لکو خلکو ته د صفايۍ د خدماتو رسولو ضرورت دى.

د سيند په سېلاب ځپلو سيمو کې د نړيوالې خېريه ادارې اسلامک ريلف چارواکي ښاغلي نويد ډيوه سره خبرو کې د يونيسف راپور سم بللى او وايي په دغو سيمو کې د هغوى سازمان د يونيسف سره په ګډه کار کوي.

هغه وايي که په سېلاب ځپلو علاقو کې فصلونه و نه کرل شول نو دغلته د خوراک کموت بحراني بڼه خپلولى شي.

ښاغلى نويد وايي يونيسف چې د کوم صورتحال خبره کوي نو دده په اند دا له دې هم خراب دى.

وايي مياندې د پينځوو کلونو څخه دکم عمر خپلو ماشومانو ته پۍ يا شيده هم نه شي رسولى ولې چې دغلته مياندې په خپله هم د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي او ناروغيو هم وهلي دي.

يونيسف د سېلاب څخه په اغېزمن شوو سیمو کې د صحت په حکومتي خدماتو کې د غذايت د پرورګرام ورګډولو او د اوږد مهاله غذايت لپاره په حکومتي فنډونو کې په اضافې کولو ټينګار کړى دى.

خو د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال وايي د سېلاب ځپلو سيمو په بيا رغونه کې د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف ترمنځ شوې لوظنامه لويې خنډ دى.

د خالي په ورځ لاهور کې يوې دستورې ته د وېنا په مهال نوموړي وويل چې ايي ايم ايف د پاکستان حکومت د روان کال تر وروستيو دريوو مياشتو پورې د کليز ترقياتي پروګرام څخه د 40 فيصدي څخه د زياتو فڼډونو د نه مصرف کولو پابند کړى.

د وروستۍ نېشنل نيوټريشن سروى ترمخه له مخکې موجود د غذايي قلت په خبرونو اډاڼه تخمينې ښايي چې د سيند او بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو کې نزدې 16 لکه ماشومان د کم خوراک سره مخ کيداى شي.

د بلوچستان په 6 سېلاب ځپلو ضلعو کې متاثره خلکو ته د سرپناه، خوراک او صحت د اسانيو د رسوونکي غېر دولتي تنظيم برايټ سټار ډوېلپمنټ سوساېټي مشر نصير احمد چنا ډيوه ته وايي دوي سره نزدې 30 نور غېر دولتي تنظيمونه په سېلاب ځپلو سيمو کې کار کوي.

دى وايي د بلوچستان سېلاب ځپلي خلک د خوراک لپاره هېڅ نه لري او دغلته د خوراک دومره کمى دى چې د مياندو او ماشومانو حال د کتلو دى.

د يونيسف ترمخه د 40 فيصدي څخه زياتې مياندې د ويني د کمي ښکار دي او په پاکستان کې 2 کروړه 50 لکه ماشومان او ښځې چې په کې د سېلاب ځپلو سيمو 70 لکه ماشومان او ښځې هم شاملې دي په سملاسي ډول غذاي خدماتو ته اړتیا لري.

پاکستان کې وروستيو ويجاړونکو بارانونو او سېلاب د 3 کروړو څخه زيات خلک اغېزمن کړي او د هېواد په دريو کې يوه برخه مزکه اوبو لاندې کړې ده.

يونيسف په خپل تېر رپورټ کې ويلي وو چې په سېلاب ځپلو سيمو کې د ډول ډول ناروغو له کبله 528 ماشومان مړه شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي د سېلاب له کبله د هېواد اقتصاد ته 30 اربه ډالره نقصان رسېدلى دى.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خالي په ورځ لاهور کې خبري کانفرانس ته ويلي چي حکومت د سېلاب ځپلو سيمو د بحالۍ او بيا رغونې لپاره په چټکتيا سره کار کوي او هڅه کوي چې د ژمي د راتلو وه وړاندې د بحالۍ دويم پړاو مکمل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG