لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مشهور صحافي ارشد شریف په کينيا کې وژل شوی دی


د پاکستان جرنلسټ ارشد شريف
د پاکستان جرنلسټ ارشد شريف

د پاکستان يو مشهور صحافي ارشد شريف په کينيا کې وژل شوی دی، د هغه مېرمن جويريه صديقي په ټويټر دغه خبر تاييد کړی دی او ويلي يې دي، خاوند يې په کینيا کې په ډزو وژل شوی دی.

جويريه صديقي په ټویټر ويلي، دوست،خاوند او خوښ جرنلسټ يې نن د لاسه ورکړو، پولیس ويلي هغه په کينیا کې ويشتل شوی دی.

هغې ويلي، د کورنۍ عکسونه يې او نور معلومات يې او د ارشد شریف د روغتون نه وروستی عکس مه شريکوئ.

ارشد شريف چې وړاندې یې د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن [اې ار وايي ARY] باندې پروګرام کولو د روان کال اګست په میاشت کې ویل شوي وو هغه د پېښور د نړيوال هوايي ډګر څخه د ملک نه بهر وتلی او دوبۍ ته تللی وو.

ارشد شريف د پاکستان د مخکني وزیراعظم عمران خان پلوي او د پاکستان په پوځ تنقيد کوونکی جرنلسټ ګڼل کېدو.

د هغه د بهر تلو وروسته بيا د اې ار وايي چېنل مالک سلمان اقبال ويلي وو چې ارشد شريف نور د هغه د چېنل سره کار نه کوي.

ای ار وای ټي وي روان کال په 31 اکست یو ټویټ کې ویلي وو چې په مات زړه سره خبر ورکوي ارشد شریف به نور د هغوی د ادارې برخه نه وي. د دغه ټي وي تر مخه د ادارې هر ملازم پابند دی چې په ټولنیزو رسنیو د ادارې د پالیسۍ خیال وساتي.

پاکستانۍ ميډيا خبر ورکړی چې ارشد شريف کينيا ته د تلو نه څو ورځې وړاندې په لندن کې ليدل شوی وو.

د عمران خان یو بل پلوي ګڼل کېدونکی او د پاکستان په پوځ اوسني نقاد عمران ریاض خان په ټویټر یوه ویډیو کې د ارشد شریف د مرګ د تصدیق سره سره غوښتنه کړې چې د هغه مړی/جسد دې دوی ته ورسول شي،

"دا وخت زمونږ یواځینۍ غوښتنه دا ده او یواځې دا خبره کوو چې په عزت او احترام سره دې د ارشد ورور (مړی) زر تر زره په اسلام اباد هوايي ډګر کې مونږ ته راورسول شي، نورې خبرې به بیا کوو".

په ټولنيزو رسنیو د ارشد شريف دپاره د تعزيت پېغامونه ورکول کيږي.

خو د پاکستان د حکومت او کينيا لخوا تراوسه د ارشد شريف د پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي.

د پاکستان څخه بهر تلو وروسته به ارشد شریف په خپل يوټيوب چېنل خپلې تبصرې خپرولې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG