لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصمه جهانګير کانفرنس کې د علي وزیر د خوشي کولو دپاره نعرې وهل شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې د يادې بشري حقونو فعالې او وکیلې عاصمه جهانګير کانفرنس کې د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ علي وزیر په بند کې ساتلو باندې نيوکې شوي او خوشي کولو دپاره یې نعرې وهل شوي دي.

يادې غونډې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ويلي، "د علي وزیر ضمانتونه منظور شوي خو بيا هم په بند کې دی، هغه د پاکستان په حکومت او ادارو نيوکې کړي او ويلي يې دي، موجوده د [پي ډي اېم ايتلافي حکومت] چې په اپوزیشن کې وو هره ورځ به يې د علي وزير د پروډکشن ارډر غوښتنه کوله، د ووټ دپاره یې عدالت ته تللي وو خو نن يې چې حکومت دی علي وزیر په جېل کې دی پروډکشن ارډر يې نشته".

موجوده حکومت سمدستي د منظور پشتين وېنا ته کوم غبرګون نه دی ویلی خو د جون په مياشت کې د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو ښايي د علي وزیر معاملات ښه طرف ته لاړ شي او ضمانت يې وشي.

د علي وزير په اړه د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله نه د جيو ټي وي په پروګرام کې کوربه حامد میر پوښتنه کړې وه چې علي وزیر ته د بجټ په اجلاس کې د بحث دپاره د قومي اسمبلۍ سپيکر پروډکشن ارډر ولې نه جاري کوي؟.

رانا ثناالله په ځواب کې ویلي وو، "د علي وزير پروډکشن ارډر جاري کېدل پکار دي، او دا وخت چې کوم صورتحال دی زما په خيال معاملات ښايي ښه طرفته لاړ شي، د پروډکشن ارډر ضرورت پېښ نه شي، په يو نيم پاتې کېس کې د هغه ضمانت وشي، لږ کار پاتې دی، زما په خيال وبه شي".

منظور پشتين پرون ويلي، "راو انوار چې د سوونو وژنو تور دی پرې هغه خوشی دی او علي وزير چې د کورنۍ يې 18 تنه وژل شوي هغه په بند کې دی".

نوموړي زياته کړې په پوښتنه سیمه کې يو ځل بيا بدامني جوړول کيږي او زياته کړې يې ده، "د دوی به د مزاحمت د لارې په ادارو فشار راولي خلک به راپاڅي او غږ به پورته کوي د مزاحمت د لارې به بدلون راځي".

یادې غونډې ته چې د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري هم وېنا کړې، په ټولنيزو رسنيو د هغه وېنا ويډيو خپره شوې چې پکې د نوموړي د وېنا په مهال نعرې وهل شوي، "علي وزیر دې خوشی کړی شي"، دغو نعرو ته په ځواب کې بلاول ويلي، "احتجاج هلته وکړئ د چرته نه چې علي وزير خوشی کېدی شي"، نوموړی د دغه ځای نوم نه دی ياد کړی چې چرته دې احتجاج وشي.

په ياده غونډه کې په ډېرو موضوعاتو سياستوالو، قانون پوهانو او نورو ګڼو کسانو وېناګانې کړي دي.

غونډې ته په وېنا کې د سپريم کورټ جج جسټس فايز عيسا وويل، "په عدالت نيوکې کيږي خو په عدالت کې ښه او بد وي".

هغه وويل، "يو خواست کوم زمونږ جاج واخلئ د يو جج يا قاضي په حېث نه چې د ادارې په حېث، ځکه چې په ادارو کې ښه او بد وي، د جج په حېث زمونږ جاج واخلئ، زما غندنه وکړئ د جج په حېث، د سپريم کورټ غندنه مه کوئ، د هغه جنرل غندنه وکړئ چې د ايين سرغړونه کوي نوم يې واخلئ د پاکستان د پوځ غندنه مه کوئ".

غونډې ته په وېنا کې سياستوال افراسياب په سويلي اسيا کې په اييني بحران، د بې درکه خلکو او په خېبرپښتونخوا کې د سېول اېنډ اېډ ريګولېشن په قانون او خېبرپښتونخوا کې د امن دپاره پورته شوي پاڅون باندې خبرې کړي دي.

نوموړي په سياسي ګوندونو غږ کړی چې د دغه پاڅون ملاتړ وکړي خلک مخکې تللي او سياسي خلک شاته پاتې شوي دي.

عاصمه جهانګير کانفرنس ته په وېنا کې جرنلسټ حامد په بلوچستان صوبه کې د بې درکه بلوڅانو په موضوع خبرو کې ویلي، په وروستيو کې يو بلوڅ شاعر په مقابله کې وژل شوی او ترهګر ورته ويل شوي دي. هغه ويلي، "ترهګر هغه دي چې د پاکستان ايين ماتوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG