لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې د منظور پشتين پرضد مقدمه درج شوې، پښتنو سياستوالو يې غندنه کړې


د پاکستان د پنجاب صوبې د سر ښار لاهور په سېول لاين تاڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مشر منظور پشتين پرضد د بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې ده. پښتنو سياستوالو او په ټولنيزو رسنیو د دغه مقدمې غندنه شوې ده.

منظورپشتين په خپله د دغه مقدمې اېف ايي ار په ټويټر خپور کړی او ویلي يې دي "د عاصمه جهانګير کانفرنس کې په تقرير کولو يواځې زما ضد د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمه درج کړی شوې ده".

هغه ويلي، "د ظلم او جبر پرضد د حق اوازونه د مقدمو، جېلونو یا پروپېګنډو څخه نه شي غلی کولی بلکې حل يې يواځې انصاف ورکول دي".

په مقدمه کې ويل شوي "منظور پشتين د لاهور په اواري هوټل کې د عاصمه جهانګير کانفرنس ته په وېنا کې د پوځ په مشرانو او جرنېلانو بې ځايه نيوکې کړي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې د پوځ په قربانو تنقید کړی، خلکو ته يې د پوځ پرضد د مزاحمت ترغيب ورکړی، او د هغه د وېنا په مهال د هغه څو ملګرو د پوځ او ادارو پرضد نعرې وهلي دي".

ويل شوي په دغه وينا "د مملکت پاکستان وجود په خطره کې اچول کېدو سره نسلي تعصب ته هوا ورکړی شوې ده".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان په ټویټر ويلي،

"دوه نه د یو پاکستان نعرې وهونکو په کومه خله په منظور پشتين باندې مقدمه درج کړې ده؟، کومه رویه چې د منظور، علي وزير سره ساتل کيږي، ايا دغه د نيازي [عمران خان]، فواد چودري، عمران رياض او نورو سره هم ده؟ د دې وجې مونږ وايو چې مسله د ډوميسايل ده، د دوه نه د يو پاکستان غوښتنه زمونږ حق دی".

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ویلي،

"په عاصمه جهانګير کانفرنس کې د وينا په سر په منظور پشتین مقدمه درج کول د شرم وړ خبره ده. منظور چې څه ویلي په وروستيو کې نورو ډېرو په لاريونونو کې د دغې نه ډېر څه ويلي دي. بيا هم په هغه باندې د بغاوت او ترهګرۍ ضد مادو لاندې مقدمه درج شوې، دغه مقدمه دې بيرته واخستل شي".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو سيکتر خوشحال خان کاکړ په منظور پشتين درج شوې مقدمې غندنه کړې ده.

يادې غونډې ته په وينا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ويلي وو، "د علي وزیر ضمانتونه منظور شوي خو بيا هم په بند کې دی، هغه د پاکستان په حکومت او ادارو نيوکې کړي او ويلي يې دي، موجوده د [پي ډي اېم ايتلافي حکومت] چې په اپوزیشن کې وو هره ورځ به يې د علي وزير د پروډکشن ارډر غوښتنه کوله، د ووټ دپاره یې عدالت ته تللي وو خو نن يې چې حکومت دی علي وزیر په جېل کې دی پروډکشن ارډر يې نشته".

نوموړي زياته کړې وه په پوښتنه سیمه کې يو ځل بيا بدامني جوړول کيږي او زياته کړې يې ده، "د دوی به د مزاحمت د لارې په ادارو فشار راولي خلک به راپاڅي او غږ به پورته کوي د مزاحمت د لارې به بدلون راځي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG