لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په هرنايي کې د وژل شوي خالقداد مور د انصاف غوښتنه کړې


په هرنايي کې د خالقداد د وژنې پرضد پرلت
په هرنايي کې د خالقداد د وژنې پرضد پرلت

دوه نيمې مياشتې وړاندې د بلوچستان صوبې د هرنايي په خوست سيمه کې د احتجاج پر وخت په ډزو د وژل شوي خالقداد بابړ مور بي بي ماموره وايي، که انصاف ورنه کړل شو نو ځان به ووژني.

د خالقداد مور ويلي،"پرون زه د خالو( خالقداد) قبر ته ولاړم هلته مې د هغه کالي(کپړې) وليدې، نو ډېر افسوس او ډېر ارمان راغلی، هلته بې هوشه شوې ومه، دا دوه نيمې مياشتې کېږي چې زما زوی یې را شهيد کړی دی، زه له سرکار څخه خواست کوم چې زما د زوی قاتلان دې ونيسي، که نه يې نيسي بيا زه د زوی پر قبر وځان ته اور اچوم او خودکشي کوم".

د وژل شوي ځوان خالق داد بابړ ورور نور احمد بابړ و ډيوه ته وويل، د ورور له مرګ ورستو يي ټوله کورنۍ په رواني يا اعصابي ناروغۍ اخته شوې، وايي تيره ورځ يې مور دوه کلو ميټره په لڅو پښو مزل کړی او هلته د خالق داد بابړ پر قبر بې هوشه شوې وه.

د 14م اګست په ورځ د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه هرنايي کې د ځايي امنيتي پوستې مخې ته پراحتجاج کوونکو باندې ډزې شوې وې چې پکې د عوامي نېشنل ګوند غړی خالقد داد بابړ وژل شوی او څلور تنه ټپيان شوي وو.

احتجاج کوونکي، د خالقد داد بابړ کورنۍ او سياسي ګوندونه د پېښې تور د پاکستان پر پوځي عسکرو پورې کوي خو پوځ دا تورنه رد کړي او ويلي يې دي چې په دې کې لاس نه لري.

خو د احتجاج کوونکو په غوښتنه د هرنايي په پوليس سټيشن کې د نامعلومو پوځي عسکرو پر ضد مقدمه هم درج کړل شوې ده.

دا بحث يو وار بيا هغه مهال تود شوی چې د خالق داد بابړ ورور نور بابړ د خپلې مور د بې هوشۍ عکس پر فيس بک خپور کړی له دې عکس پس پر ټولنيزو رسنيو په دغه اړوند څرګندونې شوي او د پېښې اغېزمنو ته يې د انصاف ورکولو غوښتنه کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين هم د خالقداد و کورنۍ ته د تسيلت تر څنګ ليکلي،

"که څه هم د غلامۍ او محکومۍ دور دی خو د تل په شان به خپله قانوني مبارزه مستقله جاري ساتو او يوه ورځ به راشي چې خپل وطن او شهيدان وګټو، پي ټي ايم لتاسو سره دی او ټول قام لتاسو سره دی، په هر حال کې درسره يو".

د پېښې په اړه د پاکستان د پوځ په وينا، د 13م او 14م اګست په شپه د ترهګرو له لوري په هرنايي خوست کې د پوځ پر پوسته له نزدې ابادۍ څخه وسلوال بريد شوي وو چې په ځواب کې يې دوی هم ورباندې ډزې کړې وې.

پوځ ويلي وو، د وسله والو پر ضد په عملياتو کې د پوځ دوه عسکر وژل شوي او يو مېجر ټپي شوی هم وو، پوځ ويلي په هم دې وخت کې د خوست خلک هم ټپي شوي دي خو پوځ دا نه مني چې د دوی د عسکرو په ډزو دې څوک مړه شوي وي.

خو دا حتجاج کونکو په خبره چې د 13م اګست په شپه په کلي کې دوه تنه په ډزو ټپي شوي وو او د دې پېښې پر ضد پر 14م اګست د پوځي چوکۍ و مخ ته پر احتجاج کونکو بيا ډزې وشوې چې پکې خالقداد ووژل شو او 4 تنه نور ټپيان شوي وو.

د دې پېښې پر ضد د ټولو سياسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د هرنايي په خوست سيمه کې شاوخوا دوې مياشتې احتجاجي پرلت او بيا په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ ومخ ته هم احتجاجي غونډه شوې وه.

پرلت والو د خالق داد بابړ د وژنې د مقدمې درج کولو د غوښتنې تر څنګ د خالقداد بابړ او نورو ټپيانو له کورنيو سره د مالي مرستې غوښتنه، د ټپي شوو کسانو مقدمه درج کول، په هرنايي کې له ځايې ابادۍ څخه د ايف سي او پوځ غير ضروري پوستې ليري کول، د پېښې د پلټنو لپاره د عدالتي کميشن جوړول، ضلعي حکومتي چارواکو ته اختيارات ورکول، نا امني ختمول، او په سېمه کې له خلکو څخه په زوره د کلنګ يا بهته اخيستلو د بندولو غوښتنې کړې وې.

روانه مياشت د اکتوبر پر پينځمه په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوونکو ته د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو وويل، دوی دا ټولې غوښتنې منلې دي او پر هم دې ژمنو احتجاج کونکو خپل احتجاج ختم کړی وو.

خو د خالق بابړ ورور نور بابړ وايي چې شل ورځې تېرې شوې، تورن قاتل د نه نيولو تر څنګ ځينې نوري غوښتنې يې لانه دي عملي شوي.

" نه مو د ورور قاتل نيول شوی او نه هم له سيمې د عسکرو پوستې ختمې شوې دي".

وي او اې ډیوه د کورنيو چارو له سلا کار مير ضيا لانګو، د بلوچستان د حکومت له وياندې فرح عظيم شاه او د هرنايي له ډپټي کمينشر سردار محمد رفيق سره د ټيلي فون له لارې د تماس هڅه کړې چې نظر يې معلوم کړي خو د رپورټ د جوړولو تر وخته پورې ورته ځواب نه دی ويل شوی.

خو له دې وړاندې مير ضيا لانګو ويلي وو چې د پوځي څوکيو په اړه پريکړه به د جوړې شوې کمېټۍ د سفارښتنو په رڼا کې کوي خو د خالقداد کورنۍ وايي چې جوړې شوې کمېټۍ لا هم د سيمې دوره نه ده کړې او نه یې رپورټ تيار کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG