لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان د جمعې د ورځې نه د لاهور څخه د لانګ مارچ کولو اعلان کړی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې د جمعې په ورځ به د حکومت ضد د لاهور نه اسلام اباد پله لانګ مارچ شورو کوي.

عمران خان دغه اعلان تيره شپه په لاهور کې خبري غونډې ته په وېنا کې کړی دی. عمران خان د تيرو څو ورځو نه پرله پسې اسلام اباد پله د لانګ مارچ کولو ويل خو نېټه يې نه اعلانوله.

عمران خان د هغه مخالفه ګوندونو اتحاد [پي ډي اېم] د بې باورۍ [عدم اعتماد] د لارې د حکومته او وزيراعظمۍ څخه لرې کړی وو.

او بيا عمران خان تور لګولی وو چې مخالفه ګوندونو يې د امریکا په سازش هغه د واکه لرې کړی خو امریکا او د هغه د مخالفه ګوندونو اتحاد چې اوس يې حکومت دی د عمران خان دغه تور په کله رد کړی وو.

عمران خان د حکومت څخه لرې کېدو سمدست وروسته د نوو انتخاباتو کولو غوښتنه شورو کړې خو حکومت وايي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي.

هغه له دې وړاندې هم اسلام اباد پله لاريون کړی او جلسه کړې خو مقدمه پرې درج شوې او حکومت پرې د اړي ګړي جوړولو تور لګوي.

خو عمران خان تيره شپه ويلي، احتجاج به يې پرامنه وي اسلام اباد ته جګړې له نه ځي دوی اړی ګړی نه جوړوي که جوړوي يې حکومت به وي.

د عمران خان د لانګ مارچ د اعلان په غبرګون کې مرکزي وزير احسن اقبال ويلي، عمران خان د توشه خانې او بهرني فنډنګ د قضيو څخه اېن ار او ترلاسه کولو دپاره لانګ مارچ کوي.

په عمران خان دا وخت د توشه خانې سره د بهرني فنډنګ قضيې روانې دي.

له دې وړاندې د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله بيا بيا ويلي چې د عمران ضد به کارروايي کولی شي. او د مسلم ليګ ن مشران غوښتنه کوي چې عمران خان دې ونيول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG