لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

T20کرکټ نړیوال جام: د افغانستان لوبډله نن د نيوزي لېنډ سره مخامخ کیږي


په اسټريليا کې روان د T20 کرکټ د نړیوال جام په سياليو کې د افغانستان لوبډله نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [26 اکتوبر] په خپله دوېمه سيالۍ کې د نيوزي لېنډ د لوبډلې سره مخامخ کیږي.

دا سيالي به د افغانستان په وخت غرمه 12:30 او د پاکستان په وخت يوه بجه پېليږي.

د T20 کرکټ د نړیوال جام د سياليو په ګروپ 1 کې شاملو لوبډلو کې افغانستان خپله لومړۍ سيالي د انګلېنډ سره کړې او انګلېنډ دغه سيالي په پينځه وکټو ګټلې وه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان محمد نبي ويلي، د افغانستان لوبډله په نړیوال جام کې د مخ په وړاندې تلو موقع لري. هغه دغه خبره د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې کړې ده.

نوموړي ويلي، د نيوزي لينډ د ننۍ لوبې سره ورته نورې څلور لوبې پاتې دي او د مخکې تلو چانس یې شته.

د افغانستان لوبډله به بله راتلونکې سیالي په 28 اکتوبر د اييرلېنډ سره، په لومړي نومبر د سري لنکا سره او څلورم نومبر د اسټريليا سره کوي.

د T20 کرکټ د نړیوال جام په سياليو کې 12 لوبډلې لوبيږي چې په دوه ډلو وېشل شوي دي.

په ګروپ 1 کې افغانستان، نيوزي لېنډ، اينګلېنډ، سري لنکا، اسټريليا، ايير لېنډ، او ګروپ 2 کې پاکستان، بنګله دېش هند، جنوبي افريقا، زمبابوی او نيدرلېنډ شامل دي.

د روان T20 کرکټ د نړیوال جام فاينل په 13 نومبر په مېلبرن کې ټاکل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG