د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو کې نن د نهې/سه شنبې په ورځ، د افغانستان او اسټرېلیا لوبډلې سره مخامخ کېږي، دا مهمه سیالي به د پاکستان په وخت ماسپښن یوه نیمه اؤ د افغانستان په وخت یوه بجه، د هند په ممبۍ کې پېل کیږي.
د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې مشر [کپتان] محمد نبي ويلي، "د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه استعفاء ورکوم او فقط د یوه عادي لوبغاړي په توګه به خپل کرکټ ته ادامه ورکوم".
دT20 کرکټ د نړيوال جام د سپر 12 پړاو روان دی او تيره شپه هند، بنګله دېش ته د سختې مقابلې وروسته ماتې ورکړې ده، د هند لوبډلې په دغه سیالۍ ګټلو سره په ګروپ 2 کې خپل ځای نور مضوط کړی خو د پاکستانۍ لوبډلې سيمې فاينل ته تلو مشکلات ورسره سېوا شوي دي.
د T20 کرکټ نړيوال جام په روانو سياليو کې د سري لنکا لوبډلې افغانستان په شپږو وکټو ماتې ورکړه.
د T20 نړيوال جام په روانو سياليو کې پاکستان نن خپله لومړۍ سیالي وګټله او د نيدرلېنډ لوبډلې ته يې په شپږو وکټو ماتې ورکړه، له دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې ته د هند او زمبابوی لوبډلو ماتې ورکړې وه.
په اسټريليا کې روان د T20 کرکټ د نړیوال جام په سياليو کې د افغانستان لوبډله نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [26 اکتوبر] په خپله دوېمه سيالۍ کې د نيوزي لېنډ د لوبډلې سره مخامخ کیږي.