لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که افغانستان راتلونکې خپلې درې واړه لوبې وګټي نو "سيمي فاينل" ته رسېدی شي


Afghanistan's Azmatullah Omarzai (L) celebrates with his captain Hashmatullah Shahidi after scoring a half-century (50 runs) during the 2023 ICC Men's Cricket World Cup one-day international (ODI) match between Afghanistan and Sri Lanka at the Maharashtra
Afghanistan's Azmatullah Omarzai (L) celebrates with his captain Hashmatullah Shahidi after scoring a half-century (50 runs) during the 2023 ICC Men's Cricket World Cup one-day international (ODI) match between Afghanistan and Sri Lanka at the Maharashtra

افغانستان د کرکټ نړيوال کپ په سياليو کې سريلنکا ته نن په اووه وېکټو ماتې ورکړه او د لوبډلو په فهرست کې د پاکستان نه مخکې شو. دا د افغانستان د پرله پسې کرکټ نړۍ اتلانو پرضد دوېیمه بریا وه. د دې نه وړاندې ېي پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

دا مهال د افغانستان درې نورې لوبې پاتې دي. که افغانستان خپل راتلونکي ټول مېچونه وګټل نو هرومرو به سيمي فاينل ته ورسي، خو که اسټرېليا خپل پاتې درېیو مېچونو کې کومې لوبې بايلي نو افغانستان که ټول ميچونه ونه ګټي نو بيا ېي هم امکان شته دی.

د افغانستان راتلونکي درې مېچونه د نېدر لېنډ، اسټرېليا او سويلي افريقا سره دي. د افغانستان لوبډلې کپتان حشمت الله نن د د لوبې ګټلو وروسته په خبرو کې د خپل ټيم ستاينه وکړه او وېويل چې ټولو لوبغاړو ښه مسلکي لوبه وکړه. حشمت الله ووېل: "ټولو ښه لوبه وکړه." حشمت الله ديوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "راشد خان ډېر ښه لوبغاړی دی ، په ټوله نړۍ کې ښه لوبغاړی دی خپلې لوبډلې ته ډېر ډاډ ورکوي.

فضل حق فاروقي د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شو هغه د څلور دېرش رنزونه په سر څلور وکټې اخستي. د لوبې وروسته ښاغلي فاروقي ووېل : "خوشاله يمه چې په ټورنمنټ کې مو درې ګټې وکړې، په دې مېدان بال سوېنګ کېدو نه، نو مونږ د وکټو په نښه کولو ټګلاره خپله کړه" د هند پونې ښار کې د دغه مېچ د ګټې وروسته د افغانستان د کرکټ مينه والو د افغانستان بېرغ پورته کړی وو او خوشالۍ یې کولې.

د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان حشمت لله په دې مېچ کې 58 رنزونه وکړل او په يو ورځنې لوبو کې دوه زره رنزونه پوره کړل. عظمت الله عمرزۍ تر ټولو زيا ت 73 رنزونه وکړل.

افغانستان ټاس ګټلو وروسته اول د بالنګ کولو فيصله وکړه کومه چې ګټه وره ثابته شوه.

د سري لنکا ټوله لوبډله په 241 رنزونو اوټ شوه. افغانستان دغه رنزونه د دريو لوبغاړو په سوزېدو پوره کړل.

Forum

XS
SM
MD
LG