لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا او ایرلېنډ لوبه د خرابې هوا له امله د اوس لپاره یو ساعت وځنډېده
تازه خبر

د امریکا او ایرلېنډ لوبه د خرابې هوا له امله د اوس لپاره یو ساعت وځنډېده


د امریکا او ایرلېنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ چې ټاکل شوې وه په سیمیز وخت د سهار په لسم نیمې بجې پیل شي د خرابې هوا له امله وځنډېده.

دا مهال د فلورېډا اسمان تیاره ښکاري او د څارونکو لخوا د لوبې د میدان بیا کتنه یو ساعت وروسته د امریکا په وخت په ۱۱:۳۰ بجې کېږي.

که د باران له امله دا لوبه ونشي نو دواړو لوبډلو ته به يو يو پوانټ ورکړل شي.

امریکا ته د پوانټ ترلاسه کېدو سره به پاکستان له نورو لوبو کولو نه بهر شي.

امریکا تر اوسه له دریو څخه دوه لوبې ګټلي چې یوه یې له کاناډا او بله له پاکستان څخه وه او په دې توګه څلور پاینټونه لري خو له هند څخه یې لوبه بایللې وه.

ایرلېنډ تر اوسه دوه سیالۍ کړي او دواړه یې بایللې دي چې یوه له هند او بله له کاناډا سره وه.

د سږ کال په T-20 نړیوالو سیالو کې شل د نړۍ د کرکټ شل غوره ملي لوبډلې په څلورو ګروپونو کې سیالي کوي.

تر اوسه پورې افغانستان، هندوستان، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او اسټریلیا په دې توانیدلي چې شپږ شپږ پاینټونه واخلي.

دغه دغه ډول سکاټلېنډ پنځه، او امریکا او بنګلدیش څلور څلور پاینټونه اخیستي او په دې توګه دغه اته ټیمونه سوپر اېټ سیالیو ته لاره موندلې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG