پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل يو مشر فېصل واوډا رکنيت وروسته له هغې معطل کړی او په دوه ورځو کې يې ترې ځواب غوښتی چې هغه د ارشد شریف د وژنې د پېښې او د تحریک انصاف ګوند د لانګ مارچ په اړه خبري غونډه کړې ده.
واوډا تيره شپه نهه نيمې بجې په اسلام اباد پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وينا کې دعوه کړې، چې د پاکستاني خبريال ارشد شريف وژنه پېښه نه ده بلکې هغه قتل کړی شوی دی او سازش يې په پاکستان کې جوړ شوی وو.
نوموړي ويلي ارشد شریف په ګاډي کې دننه وژل شوی او يا پرې د نزدې نه ډزې شوي دي په سر او سينه ویشتل شوی دی. او ثبوتونه د هغه موبايل او لېپ ټاپ هم غايب کړی شوي دي.
د نوموړي نه پوښتنه شوې چې د ارشد شريف د وژنې سازش چا جوړ کړی هغه يې نوم نه دی ښکاره کړی ویلي يې دي په څو ورځو کې به په دغه اړه نور معلومات هم شريک کړي.
د 23 اکتوبر په شپه په کينيا کې د نیروبي سره نزدې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شریف جسد/ مړی چې د شورو/ چهارشنبې په شپه ناوخته اسلام اباد ته رسول شوی دی.
د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.
فېصل واوډا د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان لخوا اعلان شوي لانګ مارچ په اړه ويلي، وینه، مرګونه او جنازې ورته پکې په نظر راځي.
هغه ويلي په لانګ مارچ کې به بې ګناه خلک وژل کيږي چې پکې مهم کسان هم شامل دي هغه څه وخت وژل کېدی شي پلان ورته جوړ شوی دی.
د يادې خبري غونډې وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند بل مشر اسد د فېصل واوډا د څرګندولو په اړه ويلي، دغه بيان د ګوند پاليسي نه ده او د هغه نه په دغه بيان سپيناوی غوښتل شوی دی.
د ګوند د سيند صوبې مشر علي حېدر زېدي ویلي، واوډا د ګوند لانګ مارچ ته د زیان اړولو هڅه کړې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې د جمعې په ورځ سبا په 28 اکتوبر به د حکومت ضد د لاهور نه اسلام اباد پله لانګ مارچ شورو کوي.
د مسلم ليګ ن مشر او پخوانى وزير اعظم نواز شريف ويلي، د عمران خان لانګ مارچ يا لاريون د څه انقلاب يا بدلون د پاره نه بلکې پخپله خوښه د پوځ د سر لښکر لګولو لپاره دی.
د روان کال فرورۍ په میاشت کې د پاکستان الېکشن کمېشن فېصل واوډا د دوه هېوادونو د شهريت په قضیه کې نااهله کړی وو.