لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضيا لانګو: د افغانستان له خاورې اوس هم په بلوچستان کې ترهګري کېږي


په بلوچستان کې د نا امنۍ په پېښو کې د زياتوالي په باب د پنجشنې په مازيګر خبري کانفرنس کې د بلوچستان د کورنيو چارو سلا کار ضيا لانګو وويل، د دوی دا خيال وو چې د طالبانو له واکمنيدو پس به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه استعماليږي خو هفه وويل ښايي په ترهګريزو پېښو کې يو څه کموالی راغلې خو د ترهګرو له لوري لا هم د افغانستان خاوره استعماليږي.

" زما خيال دی چې دا يو څه کم شوي وي خو په مکمله توګه د افغانستان خاوره د پاکستان لپاره مثبت پېغامونه نه راوړي".

ضيا لانګو دا خبري کانفرنس د پنجشنبې يا زيارت په ورځ په چمن ښار کې د پوليو ضد څاڅکو ورکونکي ټيم باندې د وسلوال بريد له پېښې وروسته کړی دی.

په دې وسله وال بريد کې د پوليو ټيم ساتونکی د ليويز ځواک يو عسکر وژل شوی وو، تر دې دوه ورځي وړاندې د ضلع پښين په کلي تراټه د پولیو ضد کارکوونکي ټيم پر حفاظت مامور يو پوليس په ډزو وژل شوی وو.

د يادو دواړو پيښو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

ضيا لانګو وويل، "د پوليو ضد ټيمونو او امنيتي عسکرو د ترهګريزو پېښو نوټس مې اخيستی او رپورټ مې طلب کړی دی،زموږ امنيتي ادارې به ډېر ژر د دې مخنيوی وکړي، او چې د دې تر شاه کوم ترهګر دي د به و انجام ته ورسوو".

پر کابل د واکمنو طالبانو لخوا د دې تورونو په اړه کوم تاﺯه دريځ مخې ته نه دی راغلی.

خو تر دې وړاندې واکمنو طالبانو په وار وار ويلي چې هيڅ يوه چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د ګانډيو هيوادنو پر ضد استعمال کړي.

د افغانستان پر پخوانيو حکومتونو هم د پاکستان لخوا دا ډول تورنه لګېدل، خو تېرو حکومتونونه داسې تورنه رد کړي په ځواب کې يې پاکستان په افغانستان کې په لاس وهنه تورن کړی۔ هند هم تل په پاکستان کې د ترهګرو تر شاه د لاس لرولو تورنه رد کړي.

د بلوچستان په 19 ضلعو کې د پولیو ضد پينځه ورځنی کمپاين له 24 اکتوبر څخه پيل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه په بلوچستان کې له کال 2012 څخه تر دا مهاله د پوليو ضد څاڅکو ورکونکو په ټیمونو 23 بريدونه شوي چې په کې 23 امنیتي عسکر او د پوليو لس نارينه او ښځينه کار کوونکي وژل شوي دي.

روان کال په کستان کې د ګوزڼ يا پوليو 20 کېسونه رپورټ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا په درو ضلعو، لکي مروت کې دوه ، جنوبي وزيرستان کې يو او په شمالي وزيرستان کې 17 ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG