لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: حکومتي ادارې پرېس کانفرنس کوي او وايي چې سياست نه کوي


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران د پوځي وياند او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر د خبري غونډې په ځواب کې ویلي، "پوځ د حکومت اداره ده د حکومتي ادارو مشران راځي پرېس کانفرنس کوي او وايي چې مونږ سياست نه کوو".

د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم او د پوځ وياندې ادارې ايي اېس پي ار مشر لفټننټ جنرل بابر افتخار پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [27 اکتوبر] ګډه خبري غونډه کړې او د عمران خان د نوم اخستو پرته يې په هغه نيوکې کړي دي.

د ايي اېس ايي مشر خبري غونډې ته ويلي، "تېر کال اسټبلشمنټ فېصله کړې وه چې ځان د اييني کردار پورې محدود ساتو او دا د يو تن فېصله نه وه يواځې د پوځي مشر فېصله نه وه او په دې بحث شوی چې د ملک ګټه په دې کې ده چې پوځ او ايي اېس يي ځان د سياست نه لرې کړي".

خو عمران خان تيره شپه د پاکستان يو شخصي ټي وي [92 نيوز] سره په مرکه کې ويلي، د کوم ملک استخباراتي مشر راځي او خبري غونډه کوي هغه کله داسې نه دي ليدلي.

هغه ويلي حکومتي وزیرانو به خبري غونډه کوله، "لومړی اعتراض يې دا دی چې دوی [د استخباراتي ادارې مشر او پوځي ویاند] ولې پرېس کانفرنس کولو".

هغه زیاته کړه، "په خبري غونډي کې ځینې داسې خبرې شوي که هغه يې ځواب وکړو ملک ته يې تاوان رسي". خو عمران خان ونه ويل چې هغه کومې خبرې دي چې په کولو به يې حکومت يا پوځ ته تاوان اوړي.

پرون په خبري غونډه کې د پوځ وياند بابر افتخار په کينيا کې د وژل شوي پاکستاني صحافي ارشد شريف د پېښې په اړه پوښتنې را ولاړې کړي چې هغه د پاکستان نه په بهر لېږلو چا مجبوره کړی چې دوبۍ او بيا کينيا ته تللی وو، هغه ويلي په دغه اړوند يې حکومت ته د لوړې کچې پلټنو کولو ویلي دي.

هغه ويلي "د سايفر په اړوند د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په 11 مارچ په کامره کې د مخکني وزیراعظم سره خبرې کړې وې چې دا دومره غټه خبره نه ده خو زمونږ دپاره دا حېرانوونکې وه چې کله په 27 مارچ د اسلام اباد په جلسه کې د کاغذ ټکړه ښکاره کړی شوی او په ډرامايي اندازه کې د يوې داسې بيانيې وړاندې کولو هڅه وشوه چې د حقيقت سره يې د لرې لرې پورې تعلق نه وو. په دغه اړوند ډېر بحث شوی او هر څه ښکاره شوي چې څنګه د پاکستان د سفير رايې د خپل سياسي مقصد دپاره وکارول شوه".

او د استخباراتي ادارې مشر ویلي چې "نيوټرل، میر جعفر او میر صادق ورته ویل کیږې ځکه چې د غېر قانونې کار کول یې رد کړي وو، او د پوځ سپه سالار غدار دی نو په پټه ولې ورسره ويني، داسې نشې کېدی چې په شپه کې خبرې ورسره کوي او په ورځ کې غدار ورته ويل کیږي".

د د ايي اېس ايي مشر دا هم ويلي، چې د بې باورۍ تحریک د ناکامولو د پاره پخواني حکومت د پوځ مشر ته د نامعلومه مودې پورې په دغه څوکۍ د پاتې کېدو وړانديز کړی خو د پوځ مشر رد کړی وو.

د پوځ مشر ته د وړانديز په ځواب کې عمران خان ويلي، "د ارمي چيف په څوکۍ د ناستې د مودې غځولو خبرې کېدې ځکه هغه هم ويلي چې دوی دغه وړانديز کوي" او زیاته کړې يې ده د پوځ مشر ته يې ویلي وو، "چې حکومت نه غورځوي ځکه تاوان يې پاکستان ته اوړي او هغه کار وشو".

عمران خان تور لګوي چې د امریکايي سازش لاندې يې حکومت ختم کړی شوی خو امریکې، د پاکستان حکومت او پوځ دغه تورونه رد کړي دي.

او د پوځ وياند پرون بيا دغه خبره په کلکه رد کړې ده چې ګنې کوم سازش شوی دی.

عمران خان نن د لاهور نه اسلام اباد پله د لاريون پېل کولو هم ويلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG