لاس رسیدونکی لینک

 
رانا ثناالله: د ارشد شريف د وژنې کړۍ تر عمران خان او سلمان اقبال پورې رسي
تازه خبر

رانا ثناالله: د ارشد شريف د وژنې کړۍ تر عمران خان او سلمان اقبال پورې رسي


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، په کينيا کې د وژل شوي پاکستاني صحافي د وژنې کړۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان او سلمان اقبال [اې ار وايي] چېنل د مالک پورې رسي.

رانا ثناالله پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [27 اګست] خبري غونډې ته په وينا کې د ارشد شريف د وژنې په اړه ويلي چې د پلټنو کمېشن جوړ کړی شوی او ټول معلومات به وړاندې کولی شي،

هغه ويلي، "په کينيا چې کوم حقايق مخې ته راغلي دي د تاييد نه وروسته به د قوم په وړاندې اېښودی شي، هلته د وقار او خرم نومونه اخستل کيږي خرم د [اې ار وايي] ملازم دی او هغه لانجمن فارم هاوس د هغې په اړه به هم تصديق وشي چې هغه د چا دی. وقار څوک دی په دې پېښه کې څه کردار دی، ډزې چرته شوي او ګاډی چرته ودرېدلی دی د دې ټولې کړۍ د عمران خان او سلمان اقبال [اې ار وايي] چېنل د مالک پورې رسي".

عمران خان د [92 نيوز] سره په مرکه کې په رانا ثناالله تورونه لګولي دي او ويلي يې دي په هغه بې ځايه کېسونه جوړول کيږي. او د سلمان اقبال لخوا تراوسه پورې په دغه اړوند کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

پرون د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار هم ويلي وو، "حکومت ته يې خواست کړی چې د ارشد شريف د وژنې په پلټنو کې دې د ARY چېنل مشر [چيف اېګزېکټيو] سلمان اقبال شامل کړی شي او بیرته دې ملک ته راوستل شي". او نوموړي په دغه اړوند څو پوښتنې راولاړې کړي دي چې ارشد شريف چا بهر لېږلی وو د دغه پېښې سره تړلو پوښتنو ته يې د ځواب غوښتنه کړې وه.

درې ورځې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان دعوه کړې چې د ارشد شريف هدفي وژنه شوې ده.

نوموړي په پېښور کې د وکيلانو غونډې ته په وينا کې ويلي وو، ارشد شريف ته ګواښونه کېدل او زياته کړې يې وه، "ماته معلومه وه چې هغه [ارشد شريف] وژل کيږي او ما ورته بيا د ملک څخه بهر تلو ويلي وو". خو عمران خان نه وو ویلي چې ګواښونه ورته چا کول.

رانا ثناالله ويلي پکار ده کمېشن پلټې کوي خو د هغه په نظر د پاکستان تحریک انصاف فېصل واوډا نه پلټنې کېدل پکار دي.

واوډا د يادې پېښې وروسته په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته په وينا کې دعوه کړې وه، چې د پاکستاني خبريال ارشد شريف وژنه پېښه نه ده بلکې هغه قتل کړی شوی دی او سازش يې په پاکستان کې جوړ شوی وو.

عمران خان دعوه کړې واوډا د بل چا په خله دغه پرېس کانفرنس کړی وو.

پاکستانی خبريال ارشد شريف د 23 اکتوبر په شپه په کينيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

د پاکستان حکومت ويلي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې دپاره د پلټنو د کمېشن جوړولو پرېکړه شوې او په دغه لړ کې کينيا ته هم افسران ليږل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG