لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د ايي اېس ايي مشر ته: د ملک دپاره غلی يم، تحريک انصاف ګوند د لاهور نه لاريون پېل کړو


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشراو مخکني وزیراعظم عمران خان د لاهور نه اسلام اباد پله د لاريون پېل کولو په مهال د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر ته په مخاطب کولو سره وويل، "د هغه د خبري کانفرنس په ځواب کې ډېر څه ویلی شي خو نه غواړي چې ملک او ادارې يې کمزورې وي ځکه د ملک دپاره غلی دی".

د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم او د پوځ وياندې ادارې ايي اېس پي ار مشر لفټننټ جنرل بابر افتخار پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [27 اکتوبر] ګډه خبري غونډه کړې او د عمران خان د نوم اخستو پرته يې په هغه نيوکې کړي دي.

د ايي اېس ايي مشر خبري غونډې ته په وينا کې د چا د نوم اخستو پرته په مخاطب کولو سره ويلي وو، "دا مه کوه چې د شپې په خاموشۍ کې د بندو دروازو شاته ملاقاتونه وکړې د خپلو ايينې او غېر اييني خواهشاتو اظهار وکړې هغه هم ستا حق دی خو دا نه شي کېدی چې د ورځې په رڼا کې ورته بيا غدار وايي. ستا په فعل او قول کې دومره ښکاره تضاد سم نه دی".

عمران خان د ايي اېس ايي مشر ته په مخاطب کولو سره وويل، "ستا هدف يواځې عمران خان وو د غلو د ټولې په اړه دې څه نه دي ويلي، غېر جانبداره نه يې".

د تحريک انصاف ګوند مشر زیاته کړه، "ما کومه غېر اييني غوښتنه نه ده کړې يواځې سوتره انتخابات غواړم".

د ايي اېس ايي مشر پرون ويلي وو، "تېر کال اسټبلشمنټ فېصله کړې وه چې ځان د اييني کردار پورې محدود ساتو او دا د يو تن فېصله نه وه يواځې د پوځي مشر فېصله نه وه او په دې بحث شوی چې د ملک ګټه په دې کې ده چې پوځ او ايي اېس يي ځان د سياست نه لرې کړي".

عمران خان په خپله ننۍ وينا کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ته په مخاطب کولو سره وويل، په سېنېټر اعظم سواتي چې کومو پوځي افسرانو تشدد کړی د څوکۍ څخه يې لرې کړه. اعظم سواتي نن په يوه خبري غونډه کې د مېجر جنرل فېصل او سېکټر کمانډر فهيم نومونه اخستي چې دوی پرې تشدد کړی دی.

د پوځ لخوا د اعظم سواتي تور ته تراوسه کوم ځواب نه دی ویل شوی.

عمران خان ويلي، "پرامنه لانګ مارچ کوي او د سپريم کورټ د حکم ترمخه به په اسلام اباد کې په مخصوص ځای کې احتجاج کوي".

او د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د تحریک انصاف د لانګ مارچ په اړه ویلي، د احتجاج په اړه د سپريم کورټ او هايکورټ احکامات موجود دي.

هغه ويلي "چاته به په اسلام اباد د ورختلو موقع نه ورکوي او په سختۍ به يې مخه نيولی شي".

تحریک انصاف ګوند ويلي نن د جمعې په ورځ [28 اکتوبر] د لاهور نه پېل شوی لاريون به د بېلابيلو لارو تيريږي او په څلورم نومبر به اسلام اباد ته رسي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG