لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پوليسو د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يوه ښځه نيولې ده


د پاکستان تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې پوليسو د قران پاک د سوځولو په تور يوه ښځه نيولې او د مذهب د سپکاوي لاندې يې پرې مقدمه درج کړې ده.

د پولیسو په وينا دا پېښه په نارت کراچۍ بلال کالونۍ علاقه کې پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [27 اکتوبر] شوې او مقدمه هم پرون د بلال کالونۍ په پوليس تاڼه کې درج کړی شوې ده.

د بلال کالونۍ د پوليس تاڼې محرر نعمان اسلم وي او اې ډیوه ته دغه پېښه او مقدمه درج کول تاييد کړي دي.

هغه وويل "پوليس ته خبر ترلاسه شوی چې سېکټر 5 کې يوې ښځې قران پاک سوځولی او خلک پرې راغونډ شوي وهي ټکوي يې".

هغه زياته کړه، "پولیس بيا موقعې ته رسېدلي او د قران پاک د سوځولو په تور خلکو يوه ښځه نيولې، چې مهوش نوميږي عمر يې 30، 32 کاله دی د عمران نومې تن ښځه ده، پولیسو تاڼې ته راوستې او د مذهب د سپکاوي تعزيرات پاکستان د[ 295 بي] مادې لاندې پرې مقدمه درج کړی شوې او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي".

د ځايي میډيا ترمخه د تورنې ښځې خاوند ويلي چې ښځه يې نفسياتي مسله لري خو پوليسو ويلي دا به د پلټنو وروسته معلومه شي چې هغې ولې قران پاک سوځولی دی.

د پولیسو په وينا هغه قران پاک هم ترلاسه کړی شوی چې ځينې پاڼې يې سوځول شوي دي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو خبرونه مخې ته راځي.

پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن د سیند څانګې مشر کليم دراني وايي، "په داسې پېښو کې اکثره خلک د شخصي ګټو دپاره د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي او ځینې داسې پېښې هم کيږي چې په چا تور لګول کيږي هغه په نفسياتي ناروغو اخته وي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دلته بيا داسې پېښې کيږي چې اکثره په تورن تن خلک راټوليږي، بې د تپوسه يې وهي ټکوي او وژني يې، پکار ده چې خلک په دې ډول پېښو کې احتياط وکړي او که په چا تور وي بايد چې پوليسو ته حواله کړی شي او پرضد يې قانوني چلند وشي نه چې قانون په لاس کې واخستل شي".

نوموړي زياته کړه "د داسې پېښو څو علتونه وي ځينې خلک پوهه نه لري په ناپوهۍ کې ځينې داسې کارونه وکړي لکه مزارونو ته لاړ شي دعاګانې غواړي او چې کومه دعا يې قبول نه شي بيا په مزارونو د ګټو ګوزارونه کوي يا داسې کوم بل اقدام وکړي".

هغه وویل دا ډېره حساسه موضوع ده خلک پکې د شخصي دښمنۍ او ګټې ګوري او ځينې پکې قهر اوباسي. بيا د داسې ډول پېښو کره پلټنې پکار وي.

د روانې مياشتې اکتوبر په لومړو کې د سیند صوبې په ګوټکي ضلع کې د مذهب د سپکاوي په تور په لاسونو معذوره تن وژل شوی وو او له دغې وړاندې د اګست په مياشت کې هم د سيند صوبې په دوېم غټ ښار حېدر اباد کې یو هندو د قران د سپکاوي په تور نیول شوی، او بيا وروسته پوليسو ويلي په دغه تن د دروغو تور لګول شوی او تور لګوونکی تن بيا پوليسو نيولی وو.

پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل یو راپور کې ویلي چې تېر کال په 2021م کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې نزدې 83 مقدمې ثبت شوي چې زياتره پکې په پنجاب صوبه کې درج شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG