لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوتین وايي، لویدیځ خطرناکه خونړۍ لوبه کوي


واشنګټن - د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بهرني سیاست په اړه خپلې وینا کې لویدیځ هېوادونه په دې تورن کړل چې غواړي په نړۍ کې له نورو پورته (برلاسي) اوسي او وویل، راتلونکې لسیزه به د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو خطرناکه وي.

پوتین په ماسکو کې د خپلې اوږدې وینا پر وخت وویل،‌ لویدیځ غواړي په یواځې توګه ټوله نړۍ اداره کړي خو د نړۍ خلک نور دا نشي زغملی.

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین وویل، نړۍ یوه خطرناکه،‌ خونړۍ او ګنده لوبه کوي او په دې برخه کې یې لویدیځ تورن کړ چې د ده په خبره، "په اوکراین کې جګړه پاروي، د تایوان شاخوا پارول کوي،‌ په نړۍ کې د خوراکي توکو او انرژۍ مارکېټ بې ثباته کوي او د اروپا د ګازو نل لیکه ویجاړوي."

رویټرز خبري ادارې وروسته د سپینې ماڼۍ له خولې راخیستي چې د پوتین خبرې نوې نه دي او د اوکراین په ګډون په خپلو سټراټیژیکو موخو کې یې کوم بدلون نه ښکاري.

څېړونکي وايي، د پوتین کلنۍ وینا د نړۍ او جیو پالیټېکس په اړه د روس د ولسمشر تر ټولو غوره دید وړاندې کوي.

پوتین وویل، نړۍ "په تاریخي توګه د بدلون په حال کې ده" او دا چې "د نړۍ په چارو کې د لویدیځ برلاسی پای ته رسېدونکې ده."

هغه وویل، "روس د لویدیځ اشراف نه چلنج کوي بلکه روس یواځې کوښښ کوي چې د خپل ځان د پاتې کېدو له حق څخه دفاع وکړي."

پوتین د پوښتنو ځوابونو په برخه کې د اوکراین د جګړې په اړه خبرو کې وویل، دی تل روسانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه فکر کوي خو دا عملیات بلاخره روس او د روس راتلونکې ته ګټور دي.

ددغو خبرو پر وخت هغه په اوکراین کې د اټومي وسلو کارول رد کړل او وویل دا به مونږ ټولو ته بې معنی وي که هغه د سیاسي پلوه وي او یا له پوځي پلوه.

پوتین همدارنګه د اټومي‌ انرژۍ له نړیوالې ادارې څخه وغوښتل چې د اوکراین اټومي سایټونو ته دې څومره ژر چې امکان ولري پلټونکي واستوي چې له ثبوت پرته د ماسکو د ادعا له مخې د کیېف لخوا د ګنده بمونو د جوړولو او کارولو په اړه پلټنې وکړي.

هغه وویل،‌ اوکراین هر څه کوي چې د خپلو دغو تیاریو پاتې شوني پټ کړي.

ګنده بم له راډیو اکټېف، بیولوجېکي او کیمیاوي توکو څخه جوړ وي او د چاودنې پر وخت دا توکي خپروي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رفایل ګراسي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، د دوی پلټونکي به په څو ورځو کې د اوکراین په هغو ځایونو کې کار پیل کړي چې روس پکې په اوکراینیانو باندې تور لګوي چې له اټومي توکو څخه ګنده بمونه جوړوي.

ګراسي وویل، "ما په دې اړه د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر ډیمیټري کولیبا سره تفصیلي خبرې درلودې."

هغه وویل، دواړو دا ومنله چې په دې اړه د هر شک لېرې کولو لپاره باید پلټونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د نهې یا سې شنبې په ورځ‌ د روس ددغې ادعا په اړه د بندو دروازو تر شا خبرې کي.

اوکراین او متحدینو یې په کلکه دا تورونه رد کړي او شک څرګندوي چې دا په اوکراین کې د جګړې د زیاتولو په موخه لګول کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې د اوکراین پرضد د هر ډول اټومي وسلې کارول به یوه ډېره لویه غلطي وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG