لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنې انځورګرې الماس خانم جان نړيواله جايزه ګټلې


کراچۍ - پښتنې انځورګرې الماس خانم جان په برتانيه کې د "مذهبي ازادۍ او همغږۍ" په نړيواله سيالۍ کې په اول نمبر جايزه ګټلې ده. الماس خانم د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ضلعې د هريان کوټ سېمې سره تعلق لري او په ځانګړي ډول په تارونو په غلبېل انځورونه جوړوي.

په برتانيه کې غېر دولتي تنظيم [بل ويدر انټرنيشنل] د انځورګرۍ نړيواله سيالي راجوړه کړې وه.
الماس خانم د جايزې ګټلو په اړه وي او اې ډيوه ته وويل، د ياد تنظیم نړيوالې سيالۍ ته يې خپل انځور ورلېږلی کوم چې هغې د مذهبي ازادۍ په موضوع جوړ کړی وو.
په انځور کې څه دي؟

خانم جان وايي، "په چاڼ يا جال يې د پښتنې جينۍ انځور جوړ کړی، کلتوري جامې يې اغوستي دي په غېږه کې يې د سينګار دپاره شيشه او د پاسه پرې د رنجو کڅوړۍ پرته ده، منګی يې په سر دی شپېلۍ غږوي او د شپېلۍ په غږولو سره د خپلو خیالاتو اظهار کوي، يو اړخ ته ترې د مختلفو مذهبونو علامتونه يو ځای جوړ دي دا ظاهروي چې مذهبونه په اتفاق سره يو بل ومني يو بل ته درناوی ولري، او بل اړخ ته يې د سازونو علامتونه دي".

الماس خانم وايي، "د هغې په فکرموسیقي د امن او مینې نړیواله ژبه ده، د دغې ژبې د لارې د مذهبي ازادۍ سندرې ویل کيږي"، ځکه په انځور کې شپېلۍ راوستل شوې ده.

خانم جان چې په غلبېل انځورونه جوړوي وايي دغه ډول انځورګري هغې پېل کړې ده، او زياته يې کړه هغې ته "جايزه ورکوونکي تنظيم هم ويلي چې دا ناوياته ارټ دی د دې يوه ځانګړتيا هم دا ده او په انتخاب کې يې هم دغه يو عنصر شامل دی".

انځورګره خانم وايي د دغه جايزې دستوره د برتانيې په پارلیمان کې راجوړه شوې، دوی یادې دستورې ته په وخت د ويزې نه ترلاسه کېدو له امله لاړ نه شو خو دغه جايزه د تعليم نړيوالې مبارزې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ مور او پلار ضيا الدين يوسفزي او تورپېکۍ ترلاسه کړې ده.

ضيا الدين يوسفزي په ټويټر ويلي هغه "اعزاز ګڼي چې د الماس خانم جان جايزه يې ترلاسه کړې" او انځورګره هم دغه د ځان دپاره د اعزاز ګڼي چې د ضيا الدين په رنګ شخصيت يې دغه جايزه ترلاسه کړې ده.
په غلبېل انځورګړي

الماس خانم جان وايي، "په دې انځورګرۍ خرڅ زيات نه راځي، خو کړاو يې زيات دی په جوړولو ډېر وخت نيسي ځکه د هغې په وينا په تارونو د مخ يو، یو اعضا واضحه کول وي او عکس يا انځور پکې سم يا کره ښکاره کول وي، د تارونو انتخاب يې، چې د مخ رنګ پکې هم هغه شان ښکاره شي لږ ګران کار دی".
ياد انځورونه

پښتنه انځورګره خانم جان وايي، "د پښتنو مشرانو اتلانو باچا خان، امير امان الله خان، عبدالصمد خان [خان شهيد]، سره يې د اشرف غني، حامد کرزي، ملاله يوسفزۍ، پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بهټو او ځینې ادیبانو شاعرانو او يادو شخصيتونو انځورونه جوړ کړي دي".
جايزې

اغلې وويل، "په افغانستان کې ورته په افغان امن نړيوال کانفرنس کې جایزه ترلاسه شوې، د پاکستان کرکټ بورډ ورته "اور هيروز او نيشنل هيروز" اېوارډ ورکړی، "فخر ملاکنډ" او "فخر پښتونخوا" جايزې يې هم ګټلي دي.

یاد پښتون انځورګر حمدالله ارباب او نورو ګڼو کسانو الماس خانم جان ته په برتانيه کې په نړيواله جايزه ګټلو مبارکې ويلې، ستايلې يې ده او ډاډ يې ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG