کراچۍ - د پاکستان تحريک انصاف ګوند د لانګ مارچ نن دوېمه ورځ ده، فواد چودري ويلي، لانګ مارچ به يې نن د لاهور د شاهدرې نه روانیږي او کامونکي ته به رسي.
تحریک انصاف ګوند پرون د جمعې په ورځ [28 اکتوبر] هم د لاهور نه اسلام اباد ته لانګ مارچ پېل کړی دی.
د ياد ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ویلي، د حقيقي ازادۍ دپاره لانګ مارچ کوي. نوموړي ويلي د لانګ مارچ د لارې غوښتنه کوي چې په ملک کې دې سمدستي انتخابات اعلان شي.
د پاکستان د ځايي میډيا ترمخه عمران خان ويلي اسلام اباد ته به رسي او هلته به د راتلونکې فېصله کوي.
ځايي ميډیا ويلي د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ويلي چې د پاکستان تحریک انصاف سره مذاکراتو ته تيار دي.
خو د تحریک انصاف ګوند يو مشر فواد چودري نن د خالي/ شنبې په ورځ په لاهور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، حکومت سنجيده نه دی، تحریک انصاف ګوند سنجيده مذاکراتو ته تيار دی هغه زیاته کړې حکومت دې اول د انتخاباتو نېټه اعلان کړي بيا به ورسره مذاکرات کولی شي.
بل لور ته د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکې د اطلاعاتو مرکزي وزیرې ويلي، خلکو دغه خوني لانګ مارچ رد کړی دی.
تحریک انصاف ګوند نن د خپل غړي فېصل واوډا رکنيت ختم هم کړی دی.
واوډا د 26 اکتوبر په شپه په اسلام اباد پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وينا کې دعوه کړې وه، چې د پاکستاني خبريال ارشد شريف وژنه پېښه نه ده بلکې هغه قتل کړی شوی دی او سازش يې په پاکستان کې جوړ شوی وو.
پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا ویلي د واوډا پرېس کانفرنس د ګوند پاليسي نه ده او د هغه نه يې په دوه ورځو کې ځواب غوښتی وو.
خو عمران خان بيا ويلي وو فېصل واوډا د بل چا په خله دغه پرېس کانفرنس کړی وو او نن يې د واوډا د ګوند ممبرشپ ختم کړی دی.
فېصل واوډا د تحریک انصاف ګوند د لانګ مارچ په اړه ويلي وو، چې وینه، مرګونه او جنازې ورته پکې په نظر راځي.
هغه ويلي وو په لانګ مارچ کې به بې ګناه خلک وژل کيږي چې پکې مهم کسان هم شامل دي هغه څه وخت وژل کېدی شي پلان ورته جوړ شوی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي لانګ مارچ يې پرامنه دی او د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، د
احتجاج په اړه د سپريم کورټ او هايکورټ احکامات موجود دي.
هغه ويلي "چاته به په اسلام اباد د ورختلو موقع نه ورکوي او په سختۍ به يې مخه نيولی شي".
تحریک انصاف ګوند ويلي د لاهور نه پېل شوی لاريون به د بېلابيلو لارو تيريږي او په څلورم نومبر به اسلام اباد ته رسي.