لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: د سېلابونو په سروی ټیم وسله وال برید کې دوه ساتونکي پوځيان وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په سویلي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې د سېلاب پرمهال ورانو شوو کورونو سروې کوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، چې پکې د سروی ټیم دوه ساتونکي پوځي عسکر وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې ده.

دا پېښه پرون د جمعې په ورځ [29 اکتوبر] د ډیره اسماعیل ضلعې مرکز نه 80 کلومیټره لرې سویل لویدیځ او پنجاب ډيره غازي خان ضلعې سره په پوله د پروواه تحصیل په کړي شموزې علاقه کې شوې ده.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي دا برید هغه مهال شوی چې کله په علاقه کې د سېلاب پرمهال د ورانو شوو کورونو سروی ټیم د امنیتي عسکرو په ساتنه کې ماښام تر سروې ورسته واپس روان وو.

سرچینو ویلي په وسله وال برید کې د پاکستاني پوځ دوه عسکر وژل شوی دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ډیره اسماعیل خان پولیس دا پیښه تاييدوي او د ډیر اسماعیل د ضلعې پولیسو مرستیال مشر یا ډي ایس پي هیډکوارټر صغیر ګېلاني وي او اې ډيوه ته وویل چې دا د ترهګرۍ پیښه وه په پټ مخ نامالومه کسان راغلي او د سېلاب پرمهال ورانو شوو کورونو سروی ټیم په ساتنه مامورو امنیتي عسکرو يې ناتاره ډزې کړي دي.

هغه وویل په پېښه کې د سروی ټیم ته کوم زیان نه دی اوښتی. یواځې د دوی په ساتنه مامور امنیتي عسکر په هدف کړل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د برید زمه واري منلې ده.

پولیسو افسر وویل تر دې پېښې وروسته اضافي پولیس او نور امنیتي ځواکونه علاقې ته لیږل شوي او ټوله سیمه ګیره کې اخستل شوي او ځای پرځای د پولیس ناکې لګول شوي دي.

په ټانک او ډیره اسماعیل خان ضلعو کې د اګست په 24 او 25 سېلابونه راغلی وو چې له کبله یې د سیمې خلک سخت اغېزمن شوي وو.

د سیمې خلک او حکومتي چارواکي وایي سېلابي اوبو دواړه ضلعې تر 90 فیصده څخه زیاتې اغېزمنې کړي چې پکې د سړکونو، سکولونو او هسپتالونو ترڅنګ د خلکو په زرګونو شمېره کورونه، په لکونو جریبه فصلونه، د کور ساتلي څاروي او دوکانونه زیانمن شوي دي.

حکومت د سېلاب پرمهال د مکمل وران شوي یو کور څلور لکه روپۍ او د نیم ویجاړ کور 160 زره روپۍ مرستې ورکوي او دا تاوان مالومولو لپاره د سروی ډلې جوړې کړی شوي دي.

د پولیسو افسر صغیر ګیلاني وایي د دغه پېښې وروسته په ياده علاقه کې د کورونو سروی عمل په عارضي توګه ودرول شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل پوليسو د لټون عملیات پېل کړي دي او په پاتې نوره ضلع کې د سروی عمل روان دی.

په ډیره اسماعیل خان ضلعه کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې په پولیس او پوځ وسله وال بریدونو ترڅنګ د ناامنۍ نورې پیښې چټکې شوي دي.

دوه ورځې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې په یوه وسله وال برید کې یو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو

دا په داسې حال چې د پاکستان پوځ د تیرو دوو لسیزو نه د ناامنۍ پرضد د افغان پولې ته په څېرمه پرتو قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن کې په عملیاتو بوخت دي او د ردالفساد په نوم دا عملیات اوس ټول ملک ته غځول شوي او دې عملیاتو کې د غټو برياو ترلاسه کېدو دعوې کيږي. خو خلک وایي تر عملیاتو ورسته حالات اوس هم د تسلۍ وړ نه دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG