لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ګوانتانامو کې بندي پاکستانی سېف الله پراچه خوشی شوی او خپل کور ته رسېدلی


کراچۍ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، په ګوانتاناموبی زندان کې بندي پاکستانی سېف پراچه خوشی شوی او نن د خالي/ شنبې په ورځ [29 اکتوبر] پاکستان ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم نن ويلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د سېف الله پراچه ملک ته د واپسۍ په عمل کې د ايجنسيانو ترمنځ طريقه کار پوره کړی دی.

ويل شوي بهر بندي پاکستانی خپلې کورنۍ ته راغلی دی. خو د هغه په اړه نور تفصیل نه دی ويل شوی چې د هغه تعلق د کوم ځای سره دی خو مطبوعاتي راپورونه وايي د سېف الله کورنۍ په کراچۍ کې ده.

دغه خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزير بلاول بټو زرداري هم په ټويټر کړې ده.

تېر کال د مې په مياشت کې اې پي خبري ادارې د سېف الله پراچه د وکيل سولېون بېنس له قوله ويلي وو فکر کوي چې سېف الله پراچه به په اینده څو میاشتو کې ازاد کړی شي. "پاکستانیان هغه بيرته غواړي او زمونږ خیال دی چې د هغه د ستنېدو دپاره کوم خڼد نشته."

د اې پي په خبر کې ويل شوي و، د نیول کېدو نه وړاندې سېف الله پراچه په نیویارک ښار کې جایداد لرلو او یو شت من کاروباري تن وو.

د امریکايي چارواکو په وینا هغه د القاعده سهولت کار و او د 9/11 حملو د دوو منصوبه سازانو یې د پېسو په یوه معامله کې مرسته کړې وه. خو هغه ویلي وو نه وه ورته معلومه چې دغه کسان د القاعده غړي وو. هغه دا خبره رد کړې وه چې په ترهګرۍ کې ککړ وو.

سېف الله پراچه په 2003 کې په تاييلېنډ کې نیول شوی وو.

د سېف الله پراچه زوی عزیر پراچه ته په کال 2005 کې د نیویارک یو عدالت ترهګرۍ سره د مرستې په الزام سزا ورکړې وه. هغه ته دغه سزا د هاغه ګواه د بیان په بنیاد ورکړی شوې وه چې په سر یې سېف الله پراچه نیول شوی وو.

په خبر کې ويل شوي وو په کال 2020 کې یو جج د دغه ګواه بیان مسترد کړی او عزیر پراچه ازاد شوی او پاکستان ته لېږل شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG