لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي لانګ مارچ: عمران خان بيا د ايي اېس ايي د افسرانو لرې کولو غوښتنه کړې


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د خپل ګوند د لانګ مارچ ګډون والو ته په وينا کې يو ځل بيا د پوځ د مشر نه غوښتي چې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي دوه افسران دې د څوکو څخه لرې کړي.

عمران خان پرون د لانګ مارچ په دوېمه ورځ هم په خپله وينا کې په پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي نيوکې کړي او د پوځ د مشر نه يې غوښتي د ايي اېس ايي هغه افسران چې په اعظم سواتي يې تشدد کړی هغه دې د څوکۍ څخه لرې کړی شي.

د تحریک انصاف ګوند اعظم سواتي دوه ورځې وړاندې په يوه خبري غونډه کې د مېجر جنرل فېصل او سېکټر کمانډر فهيم نومونه اخستي چې دوی پرې تشدد کړی دی.

د پوځ لخوا د اعظم سواتي تور ته تراوسه کوم ځواب نه دی ویل شوی. خو له دې وړاندې د پاکستان د پوځ وياند او ايي اېس ايي مشر د عمران خان د نوم اخستو پرته په هغه د پوځ بدنامولو سره سختې نيوکې کړې وې.

تحریک انصاف ګوند په 28 اکتوبر د لاهور نه اسلام اباد ته لانګ مارچ پېل کړی دی.

فواد چودري تېر ماښام ويلي، نن د اتوار/ يکشنبې په ورځ به د مريدکي نه بيا روانیږي.

عمران خان د شپې ناوخته په ټويټر ويلي، "د شپږو مياشتې راهسې يې يواځينۍ غوښتنه يې ده چې د انتخاباتو دپاره نېټه اعلانول دي او تحریک انصاف به هم د دغې غوښتنې سره مذاکرات کوي".

خو پرون حکومتي وزیرانو ويلي، عمران خان دې خپل شوق پوره کړي هیڅ ډول مذاکرات ورسره نه کيږي.

پرون د اطلاعاتو وزیر مريم اورنګزېب ويلي، د عمران خان سره مذاکرات هیڅ ګټه نه لري او په سړکونو مذاکرات نه کیږي. له دې وړاندې ویل شوي وو چې د تحریک انصاف سره د مذاکراتو دپاره حکومتي کميټي جوړه کړی شوې ده.

او د دفاع وزیر خواجه اصف هم ويلي، "انتخابات به په خپل وخت کيږي او د کومو مذاکراتو خبره چې پي ټي ايي کوي د هغې هيڅ امکان نشته".

پرون د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په یوه خبري غونډه کې يو اډیو يا غږ چلولی چې په مبينه توګه د تحریک انصاف ګوند د يو مشر علي امين ګنډاپور دی.

ثناالله ويلي علي امين په اسلام اباد کې د وسلو جمع کولو پلان کوي خو د اسلام اباد پوليس تيار دي او د هر ډول وسله والو ډلو د مخنیوي پوره تياري يې کړې ده.

او له دغې وروسته علي امين ګنډاپور په ټویټر د وسلو جمع کولو په اړه څه نه دي ويلي، "خو ويلي يې دي زه به د خپلو خلکو حفاظت کوم او دا زما بنيادي حق دی. او څنګه چې تاسوپه ذهن بريد کوئ زه به ورته غبرګون وېم".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG