لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: په چيک پوسته بريد کې پولیس اهلکار او يو بل تن وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلع کې تيره شپه ناوخته په يوه پولیس چيک پوسته وسله وال بريد کې يو پوليس اهلکار او د ځنګلي ځناورو د محکمې شخصي کار کوونکی وژل شوي او څلور پولیس اهلکار ژوبل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو په وينا دا پېښه د شپې په 12نيمې بجې په درابڼ چيک پوسته شوې ده.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

پولیسو ویلي په بريد کې پولیس اهلکار حسېن او د ځنګلي ځناورو د محکمې ديهاړي دار مزدرو نعمت الله وژل شوي دي. او پولیس اهلکار بلال، نصرالله، عمران او نصيب ژوبل شوي دي.

ویل شوي ژوبل اهلکار د ډېره اسماعيل خان ضلعې روغتون ته منتقل کړي شوي او ويل شوي د ژوبلو اهلکارو روغتيايي حالت ښه دی.

د چارواکو په خبره علاقې ته د پولیس نوره نفري لېږل شوې ده.

پرون د خالي/ شنبې په ورځ د پاکستان پوځ ویلي وو، په ډېره اسماعيل خان کې د ترهګرو سره په نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وو.

خو د دغه پېښې په اړه وړاندې چارواکو ويلي وو د سېلابونو له امله د ورانو شوو کورونو په سروی بوخت ټيم باندې برید شوی او ساتونکي پوځيان پکې وژل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په ډېره اسماعيل خان کې دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې په 25 اکتوبر پولیسو ویلي وو دوه بريد کوونکي يې وژلي وو.

د ډېره اسماعیل خان پولیسو یو افسر ډي ایس پي محمد عدنان ويلي وو د صدر تاڼې په حدودو کې د امن لښکر رضاکارو او وسله والو ترمینځ د ډزو تبادله شوې او دوه مشکوک برید کوونکي پکې وژل شوي وو.

په دغه ورځ د ډېره اسماعيل خان سره څنګ ته پرتې لکی مروت ضلع کې هم د امنيتي ځواکونو په ګاډي بريد شوی او شپږ عسکر پکې ژوبل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واری منلې خو د پاکستان پوځ په دغه اړه په خپله څه نه وو ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG