د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف وايي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان پسې يو تن ورلېږلی چې د نوي پوځي مشر په ټاکنه او انتخاباتو په نېټه ورسره خبرو ته تیار دی خو نوموړی وايي هغه ته ورته ځواب ويلی چې "د پوځي مشر ټاکنه د هغه اييني واک دی او د عمران سره پرې مشوره نه کوي".
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نن په لاهور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې دغه خبره کړې ده.
شهباز شريف د عمران خان په اړه دغه څرګندونه په داسې حال کې کړې چې پاکستان تحریک انصاف ګوند په 28 اکتوبر د لاهور نه اسلام اباد ته لاريون پېل کړی او عمران خان وايي "غوښتنه یې فوري انتخابات دي او که مذاکرات کوي نو يواځینۍ غوښتنه به يې هم دغه وي".
د عمران خان د لانګ په مارچ په اړه د مسلم ليګ ن ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف په 24 اکتوبر ويلي وو چې "عمران خان د کوم انقلاب دپاره نه بلکې د خپلې خوښې د پوځ د مشر د ټاکنې دپاره لانګ مارچ کوي".
شهباز شريف نن وويل، "د پېژندګلو يو تن يې چې کاروباري دی نزدې مياشت وړاندې يې د عمران نيازي پېغام ماته راوړو چې مذاکرات ورسره کول غواړي، او د دغه تن په خبره عمران خان ګواښونه هم کړي او د مذاکراتو خبره یې هم کوله".
شهباز شريف د دغه تن نوم ښکاره نه کړو او وې ويل چې هغه تن ورته وویل، "چې عمران خان ورسره په دوه موضوعاتو مذاکرات کول غواړي يو د پوځي مشر په ټاکنه، او بله چې د انتخاباتو نېټه په شريکه وټاکل شي".
نوموړي وویل، ده ورته وويل چې عمران خان د هغه نه تپوس کړی وو چې په ارمي اېکټ کې يې بدلون کولو، بل دا چې د پوځي مشر ټاکنه اييني معامله ده او دغه واک وزیراعظم ته ايين ورکړی دی نو په دې کې د څه مشوره کول غواړي، نو هغه وويل چې درې نومونه به عمران ورکړي او درې به دی کړي.
شهباز شريف زياته کړه دغه تن ته مې وويل "چې زما پېغام ورته ورسوه چې مذاکراتو يا خبرو ته تيار يم د کوم نه چې په ملک کې بحران نه راځي، خو د پوځ د مشر په ټاکنه ورسره هیڅ مشوره نه کوم ځکه چې هغه اييني واک دی".
وزيراعظم تور ولګوو چې عمران خان د خپلو ناوړه ګټو دپاره بيا مارچ پېل کړی دی او خپله يې د ګوند خلک دغه مارچ ته خوني مارچ وايي د پاکستان اقتصاد چې د وړاندې نه د مشکلاتو سره مخ دی د دې نه ورته هیڅ ګټه نشته. که پاکستان له هر څه کيږي عمران يواځې خپلې ګټې ته ګوري.
د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] د مشر لفټننټ جنرل نديم انجم د خبري غونډې په اړه شهباز شريف وويل، هغه ورته د خبري غونډې اجازت ورکړی وو ځکه چې د ايي اېس ايي مشر ورته ويلي وو چې هغه په ډېرو پېښو خبر دی او په محتاط انداز کې ځينې رښتيا ښکاره کول غواړي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم او د پوځ وياندې ادارې ايي اېس پي ار مشر لفټننټ جنرل بابر افتخار د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [27 اکتوبر] ګډه خبري غونډه کړې او د عمران خان د نوم اخستو پرته يې په هغه نيوکې کړې وې.
د ايي اېس ايي مشر خبري غونډې ته په وينا کې د چا د نوم اخستو پرته په مخاطب کولو سره ويلي وو، "دا مه کوه چې د شپې په خاموشۍ کې د بندو دروازو شاته ملاقاتونه وکړې د خپلو ايينې او غېر اييني خواهشاتو اظهار وکړې هغه هم ستا حق دی خو دا نه شي کېدی چې د ورځې په رڼا کې ورته بيا غدار وايي. ستا په فعل او قول کې دومره ښکاره تضاد سم نه دی".
خو عمران خان بيا په 28 اکتوبر د لانګ مارچ پېل کولو په مهال د ايي اېس ايي مشر ته په مخاطب کولو سره ويلي وو، "ستا هدف يواځې عمران خان وو د غلو د ټولې په اړه دې څه نه دي ويلي غېر جانبداره نه يې" او زیاته کړې يې وه، "ما کومه غېر اييني غوښتنه نه ده کړې يواځې سوتره انتخابات غواړم".