لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د لانګ مارچ کنټېنر لاندې راغلې خبرياله مړه شوې


يوه خبرياله صدف نعيم د پاکستان تحريک انصاف د لانګ مارچ د هغه کنټېنر لاندې راغلې په کوم کې چې عمران خان سور وي، خبرياله مړه شوې ده. دغه پېښه پرون ناوخته شوې ده. د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي د پېښې پلټنې دې وشي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه خبرياله صدف د یو شخصي ټيلي ويژن چېنل ۵ فايو رپورټره وه او هغه وخت د کنټېنر لاندې راغلې چې کنټېنر ته يې د عمران خان د مرکې دپاره د ختلو هڅه کوله غورځېدلې او کنټېنر والا ټرک پرې دپاسه ختلی دی.

تحريک انصاف ګوند د پېښې وروسته بيا پرون خپل لانګ مارچ ودرولی دی.

د خبريالې د مړينې د پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو داسې خبرونه مخې ته راغلې چې صدف د عمران خان نه د مرکې کولو دپاره کنټېنر ته د ختلو هڅه کوله او په دغه مهال د کنټېنر ساتونکي هغې له ديکه ورکړې هغه لاندې غورځېدلې او ټاير پرې دپاسه ختلی او مړه شوې ده.

او بيا د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د خبريالې د مړينې د پېښې په موقع موجودو صحافيانو د انکشافاتو وروسته معامله مشکوکه شوې ده، د پنجاب حکومت دې قانوني زمه واري پوره کړي او د پېښې پلټنې دې وکړي.

رانا ثناالله ويلي که د پنجاب حکومت [د پاکستان تحريک انصاف اتحادي حکومت] خپله قانوني او انساني زمه واري پوره نه کړه نو مرکزي حکومت به خپله زمه واري پوره کړي.

هغه ويلي صحافيان وايي چې خبريالې له ديکه ورکړی شوې ځکه دیکه ورکوونکی تن دې ونیول شي او قانوني تقاضې دې پوره کړی شي.

د خبريالې د مړينې په پېښه وزیراعظم شهبازشريف، عمران خان او نورو ګڼو خلکو د افسوس څرګندونه کړې ده. ويل شوي وزیراعظم د خبريالې د کورنۍ دپاره د 50لکه روپو د مرستې کولو اعلان هم کړی دی.

عمران خان په 28 اکتوبر د لاهور نه اسلام اباد پله لانګ مارچ روان کړی او وايي غوښتنه يې فوري انتخابات کول دي خو حکومت وايي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG