لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: د وسله والو پرضد عملياتو کې دوه پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي د ګل/دوشنبې په ورځ د بلوچستان په شاهرګ سیمه کې د ترهګرو په ډزو کې د پوځ دوه عسکر وژل شوي او په ډزو کې څلور ترهګر هم وژل شوي دي.

پوځ ويلي، د ترهګرو د پټنځاي پاکولو په موخه يې د هرنايي شاهرګۍ د کمان پاس په سيمه کښي د استخباراتي معلوماتو پر اساس عمليات روان کړي وو چې پېښه شوې ده.

" له هيلي کاپټره څخه د پوځ عسکر د ترهګرو له مشکوک پټنځايونه سره نېږدې ښکته کړي وو، ترڅو د عملياتو پر وخت د تښتېدونکو ترهګرو مخه ونيول شي ،خو په دغه وخت په پوځي عسکرو د وسله والو له لوري ډزې وشوې چې په نتيجه کې يې د شفیع الله او محمد قیصر په نامه دوه عسکر وژل شوي ".

او د پوځ په ځوابي ډزو څلور بريدګر وژل شوي دي او د هغوی له پټنځايه يې وسله او چاودېدونکي توکي هم تر لاسه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده.

دا پوځي عمليات په داسې وخت کې په ياده سيمه کې روان دي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره کړې په کوم کې چې يې دوه تنه ښکاره کړي او دعوه يې کړې چې نيول شوي دوه تنو کې يو عسکر او يو د پوځي استخباراتي ادارې "ايم ای" لپاره کار جاسوسي کونکی دی،

بي ايل اې د پاکستان له پوځه غوښتي چې د نيول شوو دوو تنو په بدل، د بلوڅ نيول شوو فعالان ورخلاص کړي او د يوې اوونۍ وخت يې ورکړی وو.

په دې اړه د پوځ کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی خو د بلوچسان د ترهګرۍ د مخ نيوي ادارې سي ټي ډي د بلوچستان مشر اعتزاز ګورايه وړمه ورځ و رسنيو ته ويلي وو، څه موده وړاندې د وسلوالو لخوا د هرنايي له شاهرګې دوه تنه تښتول شوي وو چې يو پکې يو امنتيي عسکر دی خو هغه وويل چې دویم تښتول شوی تن له پنجاب سره تعلق لري خو له استخباراتي ادارې سره يې تړاو نشته۔

د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو دورې ورځې وړاندې و رسنيو ته ويلي وو چې د يادو نيول شو کسانو د را خلاصولو لپاره د هرنايي او شاوخوا سيمو په غرونو کې پر لويه کچه پوځي عمليات پر راون دي.

د بلوڅ سياسي ګوندونو او د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز تنظيم زياتره وخت پر داسې پوځي عملياتو نيوکې کوي، او تور پورې کوي چې په داسې پېښو کې له اوله لادرکه کړل شوي بلوڅ فعالان وژل کېږي، خو حکومت او پوځي ادارې د دې تورونه ردوي او وژل شوي ترهګر بولي.

په هرنايي کې ياد اپريشن په داسې وخت کې روان دی چې د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د دوو ورځو لپاره چين ته سفر کوي.

شنونکي دا دوره ځکه مهمه ګڼي چې د پاکستان او چين ترمينځ د اربونو روپو اقتصادي پروژې مرکز [سي پېک] د پاکستان تر ټوله نا امنه صوبه بلوچستان دی.

دلته بېلا بېلې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې فعاليت کوي او زياتره وخت يې د چين او پاکستان د اقتصادي پروژې پر کارکونکو د وسلواولو او بمي بريدونو زمه وارۍ هم منلې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG