لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د T20 کرکټ نړيوال جام: سري لنکا افغانستان ته ماتې ورکړه


CRICKET-ASIA-UAE-SRI-AFG
CRICKET-ASIA-UAE-SRI-AFG

د T20 کرکټ نړيوال جام په روانو سياليو کې د سري لنکا لوبډلې افغانستان په شپږو وکټو ماتې ورکړه.

د سيالۍ پچه/ ټاس افغان لوبډلې ګټلی، لومړی بېټنګ يې کړی وو په اته لوبغاړو سوځېدو يې 144 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د سري لنکا لوبډلې ټاکلی هدف په 19م اوور کې په څلورو لوبغاړو سوځېدو پوره کړو او سیالي يې وګټله

د افغانستان لوبډلې له دې وړاندې د ايرلېنډ او نيوزي لېنډ سره ټاکلې سيالۍ د باران له امله نه وې شوې او انګلېنډ ورته ماتې ورکړې وه.

په ګروپ 1 کې افغان لوبډلې څلور سيالۍ وکړې يوه يې نه ده ګټلې دوه پواينټونه ورسره دي.

په ګروپ سياليو کې د افغانستان وروستۍ سيالی د اسټريليا سره ټاکل شوې په څلورم نومبر به کيږي.

او په ګروپ 1 کې سري لنکا هم څلور سيالۍ پوره کړې دوه يې ګټلي او دوه يې بايللي څلور پواينټونه يې ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG