لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:هدفي بریدونو کې د سیمې دوه نور کسان وژل شوي


د افغان پولې ترڅنګ دخیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې بیا دهدفي وژنو پیښې شوي اؤ په تازه پېښو کې د علاقې دوه نور کسان وژل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې هم په یوه هدفي پیښه کې یو بنجاری وژل شوی و.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دهدفي وژنو دا تازه پېښې نن د نهې یا سه شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي اؤ سپین وام سیمو کې رامنځته شوې دي.

پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي لومړی پیښه تیر ماښام د سپین وام تحصیل حسن خېل او اباخېل سیمو تر مینځ دسړک د پاڅه شوې ده.

د علاقې پولیس چارواکي وایي نامالومه پټ مخ کسان راغلي او د علاقې یو تن ګلاب خان یې د ګاډي نه کوز کړی او بیا یې پرې ډزې کړې دي.

هغوی وویل مقدمه یې د نا مالومه کسانو پرضد پیل کړې دي .

پولیس وایي بله پیښه بیګاه ماسخوتن د میر علي اي پي سیمه کې شوې او د علاقې یو مشر ملک لطیف الله کور سره نزدې په ډزو وژل شوی.

د میر علي تاڼې چارواکي وایي مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او د علاقې خلکو ورته ویلي چې وژل شوي تن چا سره شخصي دښمني نه لرله او علاقه کې یې د جرګو مرکو مشري کوله.

تر دې مهاله ددې تازه پېښو ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې خو د شمالي وزیرستان د ضلعي پولیسو دمشر ډي پي او فرحان خان ددفتر چارواکي وایي ددغه پیښو پلټې یې پیل کړي او د بریدکونکو د مالومولو او د نیولو لپاره د لټونې عملیات روان دي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ داومداره ده اؤ دا په تیرو څلیریشتو ساعتو کې دهدفي وژنو په لړکې دریمه پېښه ده چې رامنځ ته کیږي.

تیره ورځ په میر علي سیمه کې د چارسدې سره تړاو لرونکی بنجاري د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوی ؤ.

همداشان د ستمبر په 28م نیټه هم شمالي وزيرستان کې د ډزو په پېښو کې خیرات غوښتونکې زنانه وژل شوې او بله ژوبل شوې وه.

دا هدفي وژنې په داسې حال شوې چې د جمعې په ورځ (29م اکتوبر ) د پېښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل حسن اظهر حیات د شمالي وزیرستان سفر کړی و. او په ضرب عضب عملیاتو یې د اطمینان څرګندونه کړې وه.

په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو دسیمې خلک دسختې ویرې سره مخ کړي او د هدفي وژنو پرضد د جولایې په میاشت کې د شمالي وزیرستان اتمانزئ قامي جرګې احتجاجي پرلت پېل کړی ؤ.

د اتمانزو مشران وایي د ضرب عضب عملیاتو نه را پدیخوا د 500 نه زیات د علاقې کسان چې پکې زنانه هم شاملې دي په دې هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د هدفي وژنو دا شمېرې په حکومتي کچه نه دي تايید شوي خو د جولایي په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوې دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب نومي عملیات پیل کړي وؤ اؤ دعوه یې کړې ده چې عملیاتو په پایله کې دا سیمې د وسله والو نه پاکې کړل شوي دي خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته هم د علاقې وضیعت د ډاډ وړ نه دی او هره ورځ پکې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ په هدفي پېښو کې ځایي خلک وژل کیږي.

د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وایي هره پیښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG