لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د کولې دک انونو نړېدو په پېښو کې دوه نور خواریکښ مړه شوي دي


د بلوچستان د دوکۍ ضلعې په څماولنګ سېمه کې د کولي د کانونو د نړيدو له امله دوه کان کيندونکي مړه شوې دي.

د کان کيندونکو لپاره کار کوونکی تنظيم وايي سږکال په پاکستان کې 120 ته نږدې او په بلوچستان کې تر 70ؤ زيات د کولي کان کيندونکي مړه شوي دي.

د ضلع دوکۍ د کولې د کانونو انسپکټر يا معاينه کوونکي جمعه خان بابړ ډيوه ته ويلي, د دوشنبې پر ورځ په دوو جلا جلا پېښو کې دوه کان کيندونکي هغه وخت مړه شوي چې کله دوی لاندې په کانونو کې کار کولو او کان ورباندې نړيدلی۔

د څماولنګ د پوليسو په خبره، د مړه شوي يوه تن شناخت د محمد نسيم په نامه شوی چې تعلق يې د لورالايي له ميختر سیمې سره دی او دويم تن شير علي د خيبر پښتونخوا د سوات سېمي اوسيدونکی و۔

انسپکټر جمعه خان وايي د دواړو مړو شوؤ کسانو جسدونه يې له ضروري کاروايۍ وروسته د هغوی خپلوانو ته سپارلي دي.

د بلوچستان په دوکۍ، هرنايي، مچ، سورنج،مارواړ، سپين کاريز، خوست او نورو سيمو په کوله کانونو کې زياتره وخت داسې مرګونې پېښي کېږي.

د کولې د کارکونکو يا مزدورانو د حقوقو لپاره دکار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" عمومي سکتر لالا سلطان خان ډيوه ته وويل،روان کال په پاکستان کې د کولې د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې 120 او په بلوچستان کې 73 کان کيندونکي مړه شوي دي.

هغه وايي" وجه يې حکومتي بې غوري ده چې داسې مرګونې پېښې رامنځ ته کېږي"

سلطان لالا تور پوري کوي چې "د کولې د کان مالکان او ټهيکداران يوازي خپلي ګټې ته په کتلو سره او د لږ مصرف په لالچ کې د خواريکښو د خوندي ساتلو لپاره هغه ضروري حفاظتي ګامونه نه اخلي چې خواريکښ ورته ضرورت لري او ژوند يې خوندي ساتي"

د ياد تنظيم شميرې ښيي په کال 2021م کې په ټول پاکستان کې 237 د کويلې کان کيندونکو او خواريکښو ژوند له لاسه ورکړی۔

د بلوچستان د ماينز او مينرلز محکمې سېکرېټري نور احمد پرکاني د مړو د شمېر تر حده د سلطان لالا خبره ردوي او وايي چې روان کال په بلوچستان کې 50 د کولې کان کيندونکي مړه شوي دي،

په خبره يې حکومت خپله ذمه واري په ښه توګه ادا کوي ځکه اوس د مړو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

" تېر کال په 95 کان کيندونکي مړه شوي، اوس په دې شمېر کې کموالی راغلی او روان کال تر اوسه پورې پينځوس کان کيندونکي مړه شوي دي"

د محکمې د سېکرېټري په خبره په ټول بلوچستان کې اول د کولې د کانونو معاينه کوونکي انسپکټران 23 وؤ خو دا کال يې شمیره 28 ته رسولي او نوره اضافه به هم پکې کوي۔

سيکرېټري د سلطان لالا د خبرې تايد کوي چې ټهيکداران او خواريکښ پخپله هم د ژوند د خوندي ساتلو ضروري لارې نه خپلوي۔

د نور احمد پرکاني په خبره بلوچستان کي د کولې د کان کيندونکو شمېر تر څلويښت زرو زيات دی چې حکومت روان کال تر شپارس سوه زياتو کان کيندونکو ته د دوی د ځان خوندي ساتلو تربيت هم ورکړی۔

خو د کان کيندونکو لپاره کار کونکي تنظيمونه د کان کيندونکو شمېر تر دې څو چنده زيات ښايي، او وايي حکومت د عملي کار کولو پر ځای زياتره وخت تشې دعوې کوي۔

حکومتي رپورټ دی چې په بلوچستان کې زيات شمېر د خيبر پښتونخوا د سوات، شانګلې او شاوخوا سيمو، بيا له افغانستان او پر دريم نمبر د بلوچستان له بېلا بېلو ضلعو سره د تعلق لرونکو کان کېندونکو دی۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG