لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې د سپېشل برانچ يو افسر په ډزو وژل شوی، ټي ټي پي يې زمه واري منلې


د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په کاټلنګ سيمه کې د پولیسو د سپېل برانچ څانګې يو چارواکی نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی دی، تحريک طالبان پاکستان د پېښې زمه واري منلې ده.

د خېبرپښتونخوا پوليس تيره شپه ناوخته تاييد کړې چې د مردان په کاټلنګ ګجراباد کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې د سپېشل برانچ سب انسپکټر فريد خان په ډزو وژلی دی.

د مردان پولیسو بيا د شپې ناوخته ويلي، د مردان په پولیس لاين کې د وژل شوي پوليس افسر جنازه ادا کړی شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري په داسې حال کې منلې چې د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت وياند بېرسټر سېف ويلي، "د طالبانو سره یې دوه ځله ملاقاتونه شوي په جون او اګست کې، او درېم ملاقات لا نه دی شوی چې ماحول څنګه برابر شي بيا به ملاقات کولی شي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ويلي، "په خبرو کې د ځینې وجوهاتو له امله تعطل راغلی دی د هغې تعطل وجوهات په افغانستان کې حالات، په کابل کې د اېمن الظواهري د وژنې او ډرون بريدونه وشو نو ماحول بيا د مذاکراتو نه وو".

هغه ويلي "په افغانستان کې د طالبانو حکومت په مذاکراتو کې د ثالث کردار ادا کوو هغوی بيا په خپلومعاملو کې مصروفه دي، بيا دلته هم سېلاب راغلو او پوځي مشرتابه کې بدلون راغلو او په سوات کې ځينې پېښې وشوې چې د ويرې ماحول جوړ شو".

بېرسټر سېف له دې وړاندې هم د تحریک طالبان پاکستان په اړه ځینې بيانونه ورکړي چې سختې نيوکې پرې شوي دي.

تيره میاشت نوموړي ويلي وو د طالبانو مشرانو ته خواست کوي چې د سوات نه خپل کسان بيرته وغواړي او له دغې وړاندې يې ویلي وو چې د طالبانو يو کمانډر سوات ته د خپلې خور تپوس له راغلی وو.

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د طالبانو سره مذاکرات نه کوي بېرسټر سېف د مرکزي حکومت په استازيتوب په مذاکراتو کې برخه اخلي.

د پاکستان حکومت ويلي د تير کال اکتوبر په مياشت کې د ټي ټي پي سره مذاکرات پېل شوي وو چې پکې د ټي ټي پي سره په کابل کې ليدنې هم شوي خو کومې نتيجې يې مخې ته نه دي راغلي.

تحريک طالبان پاکستان د روان کال د مې د مياشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې ځنډول شوې ده.

خو د تيرې ستمبر د مياشتې راهسې تحریک طالبان پاکستان د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

د اګست په میاشت کې په سوات کې د طالبانو د ښکاره کېدو او بدامنۍ د پېښو کېدو وروسته بيا په سوات او خېبرپښتونخوا په نورو ضلعو ځانګړي ډول ملاکنډ کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه مظاهرې هم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG