لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د اکتوبر میاشت کې نور 128 کسان په جبر لادرکه شوي


پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د موندنې حکومتي کمېشن ویلي چي د تېر اکتوبر میاشت کې د هېواد د بېلابېلو برخو څخه 128 نور کسان لادرکه شوي دي.

د کمېشن ترمخه په دې مهال د 118 بې درکو کسانو درک هم لګولې شوی او نزدې 113 بې درکه تنان کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين وايي کال 2019 او 2020م کې د خلکو د لادرکه کيدو لړۍ د تمېدو وروسته په دې کې يو وارې بيا چټکتیا راغلې ده.

د کمېشن لخوا جارى کړل شوو شمېرو کې ویل شوي چې د تېر اکتوبر په میاشت کې د دريو کسانو مړي موندل شوي چې ګمان کېږي دغه کسان په جبري توګه لادرکه کړې شوي ؤو.

په جبري توګه د تري تم شوو کسانو د قضيو د څېړنې دکمېشن ترمخه دکمېشن سره سږکال د ستمبر مياشتې پورې د 8907 کسانو د لا درکۍ کېسونه درج شوي چې د اکتوبر میاشت کې د نورو 128 کسانو د لادرکه کيدو وروسته دا ټوله شمېره اوس 9035 ته رسېدلې ده.

خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د لادرکه پښتو په ستونزه کار کوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب محسود ډيوه سره خبرو کې ویلي اوس اوس د جنوبي وزیرستان، واڼا اعظم ورسک سيمې څخه 5 کسان لادرکه شوي او تور یې پورې کړی چې د پاکستان پوځ ځايي خلک طالبانو ته د ډوډۍ ورکولو په پلمه پورته کوي او بیا یې لادرکه کوي.

ښاغلي محسود وويل په تېرو مياشت کې نزدې 15 کسان ورک شوي چې پکې زياتره د جنوبي او شمالي وزیرستان دي او د نورو ورکو کسانو تعلق د باجوړ او اورکزو سره دی.

د پاکستان اوسنى حکومت په دې وروستیو کې په جبري توګه د خلکو د لادرکه کيدو د ستونزې د هواري لپاره د قانون دمرکزى وزیر تر مشرۍ لاندې د کابينې يوه ځانګړې کميټي هم جوړه کړې وه خو د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه د يادې کمېټۍ د يو څو غونډو او بلوچستان کې د لادرکه تنانو د خپلوانو سره د ليدنې وروسته کوم نور پرمختګ مخې ته نه دی راغلی.

په پاکستان کې د بشري حقونو، پښتنو او بلوڅو لادرکه تنانو دپاره کار کوونکې ډلې د خلکو په زوره د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا نيوکې په بيا بيا رد کړي دي.

پوځ دريځ لري چې کېدای شي ورک تنان د بلوڅ بېلتون پاله وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او ېا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو د حقونو غېر دولتي تنظيم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز چېرمين نصرالله بلوڅ ډيوه ته وېلي چي کال 2019 او 2020م کې د خلکو په زوره د لادرکه کولو لړۍ يو څه تم شوې وه او ځنې خلک خوشې کړې شوي هم خو نوموړي وایي اوس په دې وروستي کال نيم کې په دې کې يوځل بيا تيزي راغلې ده.

د ښاغلي بلوچ په وېنا پينځه ورځې وړاندې د بولان څخه 13 کسان پورته کړی شوي چې ښځې او ماشومان دي.

هغه وايي کال 2021 او 2022م کې د بلوچستان دننه نهه جعلي مقابلو کې نزدې 85 کسان وژل شوي او د پېژندنې وروسته مالومه شوې چې دا هم لادرکه کسان وو.

د کمېشن ترمخه د خپل قیام راپدېخوا یې شپږو زرو څخه زياتې قضيې هوارې کړي خو وايي چې د 2210 لا درکو تنانو درک نه دی لګول شوی.

د یاد کمېشن د تازه جارى کړل شوؤ شمېرو ترمخه د اکتوبر په میاشت کې د 118 ورکو کسانو درک لګول شوی او په دې مهال 113 لادرکه کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.

د کمېشن ترمخه په دوؤ لادرکو تنانو کې يو په جېل او بل د پوځ د څار لاندې حراستي مرکز کې قېد دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG