لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوابۍ کې د پښتنو امن مارچ پیل شوی، وایي نور د ترهګرۍ په وړاندې غلي نه پاتې کیږي


په خیبر پښتونخوا کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو،دناامنۍ د روانې لړۍ،جبري بې درکیو اؤ انتهاخوښۍ پرضد په صوابۍ سیمه کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو لخوا د پښتون امن مارچ په نوم غونډه پیل شوې.

په دې احتجاج کې په کڼ شمیر د سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې فعالان ، تجاران ، استاذان ، وکیلان او عام ولس برخه لري اؤ دامن په پلوۍ اؤ دترهګرۍ پرضد شعارونه ورکوي.

په صوابۍ کې پیل شوی دا احتجاج د هغو احتجاجونو برخه ده چې په نزدې ورځو کې د خیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو سوات،بونیر،شانګله،دیر،پېښور، او قبایلی ضلعو کې شوي دي.

دسیمې نه د ډیوه د خبریال ارشد مومند له مخې دپښتون امن مارچ په نوم دا احتجاج نن ماسپښین دصوابۍ انټرچینج ترڅنګ پیل شوی اؤ دې ته دمردان،چارسدې،صوابۍ،پېښور،بونیر،سوات اؤ نورو بیلابیلو سیمو نه خلک د قافلو په شکل ور روان دي.

په احتجاجي مارچ کې د زرګونو په شمیر خلکو پلی کارډونه اؤ بینرونه په لاسونو کې پورته کړي چې پرې لیکل شوي "مونږ پخپله خاوره امن غواړو،ترهګري نه منو،علي وزیر خوشې کړئ، سندره مه وژنئ، دمارخور اؤ بهته خور اتحاد نه منو،دتښتوونو لړۍ دې ودرول شي"

ټاکل شوې ده دبیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو اؤ تنظیمونو مشران به دې احتجاجي مارچ ته ویناګانې کوي.

دسیمې نه د ډیوه خبریال وایي چې دې امن مارچ کې قامي وطن پارټي،ملي جمهوري غورځنګ اؤ پاکستان تحریک انصاف برخه نه اخلي اؤ دنورو ټولو ګوندونو اؤ تحریکونو مشران اؤ فعالین پکې شریک دي،

داحتجاجي لاریون پیل کیدو سره سم بیلابیلو وینا والو پخپلو ویناګانو کې ویلي چې دوي په پښتنه سیمه کې نوره ناامني نه زغمي اؤ دا د ریاست ذمه واري ده چې په دې سیمه کې امن ټینګ کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د احتجاجونو غونډو اؤ لاریونونو دا لړۍ وروسته له هغې پیل شوې چې په سوات،دیر،باجوړ،وزیرستان،خیبر اؤ ځینو نورو سیمو کې یو ځل بیا د طالب وسله والو د راپورته کیدو رپورټونه مخې ته راغلل اؤ دطالبانو له لوري نه خلکو نه دقلنګونو غوښتنو زور ونیولو.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشین چې ټاکل شوې ده نني احتجاجي مارچ ته به هم وینا کوي، په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې دپښتنو سیمې یو ځل بیا طالبانو ته سپارل شوي اؤ هغوئ د یوې منصوبې لاندې بېرته خپلو سیمو ته راوستل شوي خو هغه ویلي چې دا ځل به پښتانه غلي نه پاتې کیږي اؤ سخت مقاومت به کوي.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان هم پوښتنه راولاړه کړې چې طالبانو سره مذاکرات دکوم مقصد لپاره دچا په خوښه کیږي؟

هغه وایي ټي ټي پي سره چې کوم مذاکرات پیل شوي دې کې پارلیمان اؤ عام ولس په اعتماد کې نه دی اخستل شوی اؤ دوي به دهر هغه عمل په وړاندې غلي نه پاتې کیږي چې په نتیجه کې یې دپښتون وطن امن ته زیان رسیږي.

په دې وروستیو کې په سوشل میډیا داسې ویډيوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې لیدل کیدل سوات کې طالبانو دپوځ اؤ پولیسو ځینې افسران تښتولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله سوات کې دطالبانو بیا راپورته کیدو ته د پروپیګنډې نوم ورکړی اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سېف منلې چې سوات ته طالبان بیا ستانه شوي دي خو هغه وایي طالبان جګړې لپاره نه دي تللي بلکې سوات ته دطالبانو یو کمانډر دخپلې ناروغه خور پوښتنې له تللی ؤ اؤ اوس هغوئ بیرته له سواته وتلي دي.

تیره ورځ بیرسټرسېف وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ طالبانو سره مذاکراتو کې تعطل راغلی ؤ خو ویلي یې وؤ چې روانه به میاشت به ټي ټي پي سره د خبرو دریم پړاؤ هم پیل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG