لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: په خاوره به پردۍ جګړې ته ځای نه ورکوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي. ټي. اېم) مشر منظور پښتين وایي پښتانه بیدار شوي او د خپلې خاورې بیا، د هغه په وینا، په پراکسي جګړه کې د کارولو اجازه به هیچاته ورنه کړي.

په اتم اکتوبر د کاکول پوځي اکیدمۍ کې د پاکستان د پوځ سر لښکر قمر جاوید باجوه هم یوې دستورې ته نزدې دغه خبره کړې وه. نوموړي ویلي وو کوم هېواد، ډلې، يا قوت ته به اجازه ورنکړي چې پاکستان بې ثباته کړي.

په پښتونخوا صوبه کې عوامي نېشنل ګوند او پي. ټي. اېم. د پوځ په ملاتړ د یادې صوبې د ویاند بېرسټر سېف په مشرۍ کې پاکستاني طالبانو سره د خبرو په روانه لړۍ اعتراضونه لري او د طالبانو یا دهغوی ملاتړو امن کمېټيو په فعالیتونو او زیاتېوندکو حدفي بریدونو او اولس ته په ګواښونو اندېښمن دي.

د جمعې په ورځ دپښتون ژغورنې غورځنګ په جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې احتجاجي غونډه کړې ویلي دي، "پاکستان د نړۍ د طاقتونو په جګړه کې سوداګري پیل کړې ده خو په پښتنو کې دجګړې په ضد شعور پيدا شوى اؤ نن دا ټول خلک دجنګ اؤ بدامنۍ څخه کرکه کوي". نوموړي د دغه تور په اړه کوم ثبوت ورکړی نه دی خو کېدای شي اشاره یې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان لانجمن رول ته وي.

پي‌ ټي ایم وایي هغه قوتونه چې غواړي د پښتنو په خاوره کې بیا جګړه پیل کړي. شکست د هغوي مقدر ګرځیدلی دی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یادې غوندې ته خپله وینا کې ویلي پښتانه د تیرو دوؤ لسیزو نه په جنګ کې ښکېل دي چې په دغه جنګونو کې یې هر څه بایللي او دوی ته نوره دا جنګي پالیسي د زغملو وړ نه ده او که څوک له دې پالیسو لاس نه اخلي بیا هغه هم دوی ته د زغملو وړ نه دي .

غونډې ته پخپله وینا کې منظور پښتین وویل چې په خپله ډيرو پاکستاني جرنیلانو او نورو مسولینو په وار وار منلې ده چې ترهګر د دوی لخوا روزل شوي دي.

هغه دامریکې او نړیوالو نه پوښتنه وکړه چې هرکله پاکستاني جرنیلان په خپله مني چې ترهګر دوئ روزي بیا ولې دوئ ته دترهګري پرضد ډالر ورکول کیږي؟

د امریکا پخواني صدر ټرمپ د 2018م په لومړۍ نېټه د پاکستان په رول نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې پاکستان ته امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې 33 اربه ډالره ورکړي خو امریکا سره یې په ځواب کې دهوکه کړې ده. پاکستان دغه تورونه رد کړي وو.

منظور پښتین تر دې وړاندې هم وخت په وخت دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي ادارو دترهګرو د روزلو اؤ سرپرستۍ تورونه لګوي خو دپاکستان پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي اؤ دریځ لري چې پي ټي ایم د دښمنو هیوادونو په لمسه دا کار کوي اؤ ددې ترڅنګ په پي‌ ټي ایم د بهر نه دپیسو اخستو تورنه هم لګوي.

منظور پښتین وویل د چین او امریکا په روانه شخړه کې حکومت د پښتنو دخاورې کارولو پلان لري خو اوس خلک بیدار شوي او د پښتنو خاوره به بیا په دغه پراکسي جګړه کې ونه کارول شي.

هغه وویل پراکسي جنګونه هغه وي چې خاوره او تاوان د بل وي خو د جنګ ګټې یې بیا خپلې وي.

هغه ویلي دې خاورې ته بیا د جنګ نوې منصوبې راوړل شوي او که په وخت یې مخه ونه نیول شي دا به بیا د سیمې خلک د سختو کړاونو سره مخ کړي.

جنرل باجوه د اکتوبر په اتمه پوځیانو ته د وینا په مهال دعوه کړې وه چې پوځ پاکستان نه دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی اؤ ویلي یې وؤ دا داسې کامیابي ده چې ګڼ شمیر هیوادونه یا پوځونه یې دعوه نه شي کولی.

دپاکستان پوځ تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړې دي چې هیواد نه یې دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی خو ددې دعوؤ په څنګ کې دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم دوامداره ده.

د دې ادعاو تر څنګ، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره هم د جون د میاشتې نه خبرې پېل کړي. د دغو خبرو مشري په پښتونخوا کې د عمران خان د صوبايي حکومت ویاند بېرسټر سېف کړي دي او نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي د طالبانو سره د خبرو دریم پړاو به نومبر کې پېل کېږي.

په جنوبي وزیرستان کې د نامنۍ پرضد وروستۍ ولسي غونډه په علاقه کې د هدفي پیښو او خلکو د تښتولو پر ضد شوې ده.

ښاغلي پښتین د پښتنو وروسته پاتې والي ته په اشارې سره وويل چې دوی په ٢١مه پېړۍ کې د بې روزګارۍ او جهالت په زنځيرونو کې بنديان دي ځکه چې پر پښتنو پردي جنګونه تپل شوي دي.

نوموړي په خپله وینا کې د وزیرستان له خلکو وغوښتل چې د سوات په څېر یووالی وښايي.

هغه وویل د ناامنۍ پرضد خلکو ته وویل کیږي چې لښکرې جوړې کړئ خو وایي لښکرې خلک هلته جوړیږي چې د یو ملک پوځ نه وي.

دنوموړي په وینا "دلته خو پوځ هر کال دو زره اربه روپۍ د دخلکو د ټیکسونو دپیسو نه دې د پاره اخلي چې خلکو ته به تحفظ ورکوي "

هغه وویل د شلو کالو جنګونو وروسته اوس ددغو علاقو خلک بیدار شوي او که لښکر ته مجبور شول بیا به ددې ځای نه هرقسمه ټوپک مار هغه که په وردۍ کې وي او که دغسې له دې خاوره به یې اوباسي.

هغه وویل د علي وزیر په ګرفتارۍ کې د جمهوریت دعوه کوونکي سیاسي ګوندونه، عدالتونه او میډیا دا ټول مالوم شول چې څومره بې اختیاره دي.

په غونډه کې ګڼ شمیر خلکو برخه اخستې وه. دجلسې په میدان کې دځای نه کېدو په وجه زیات خلک د ودانیو په چتونو ناست وو او دوی ته د پولیسو څارنه هم ترلاسه و.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG