لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان تورونه بې بنیاده او د منلو وړ نه دي: ايي اېس پي‌ ار


Pakistan army spokesman Major General Babar Iftikhar addresses a news conference in Rawalpindi, March 10, 2022 (ISPR).
Pakistan army spokesman Major General Babar Iftikhar addresses a news conference in Rawalpindi, March 10, 2022 (ISPR).

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ایي اېس پي ار) په یو بیان کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لخوا لګول شوي تورونه رد کړي او دغه یې بې بنیاده بللي.

عمران خان تیره ورځ په یو خبري کانفرنس کې د زیارت د ورځې برید پړه په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پاکستان د پوځ په یو لوړ افسر مېجر جنرل فېصل نصیر اچولې وه خو په دغې اړه یې کوم ثبوت نه وو وړاندې کړی.

تیره شپه ناوخته د ايي اېس پي ار لخوا په خپور شوي بیان کې وېل شوي، د پي ټي ايي د مشر لخوا د یوې ادارې او په خاصه توګه د یو مشر افسر پرضد بې بنیاده تورونه د منلو وړ نه دي.

د بیان تر مخه که چرې څوک د خپلو ناوړه مقصدونو لپاره داسې بې بنیاده تورونه لګوي او پوځي افسران او عسکر بدناموي نو اداره به په هر حال کې د خپلو افسرانو او سپایانو حفاظت کوي. بیان کې زیاته شوې، د پوځ دننه د احتساب یو خپل نظام شته کوم چې په هر پوځي عملي کیږي.

د ايي اېس پي‌ ار په دغه بیان کې د پاکستان د حکومت نه هم خواست شوی چې د دغه معاملې پلټنې دې وکړي او کوم خلک چې په پوځ بې بنیاده تورونه لګوي او یا یې بدناموي، د هغوي پرضد دې ګامونه پورته کړی شي.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې لخوا په دغه بیان کې وړاندې لیکل شوي چې هیڅ چا ته به دا اجازه ور نه کړي چې په اداره او افسرانو داسې بې بنیاده تورونه ولګوي او دغه ګام یې د غندنې وړ بللی.

د ايي‌ اېس پي ار لخوا دغه بیان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان لخوا تیره ورځ د یو خبري کانفرنس وروسته راغلی.

عمران خان څه ویلي وو؟

د زیارت په ورځ برید کې د ژوبلیدو وروسته عمران خان تیره ورځ د روغتون په یوه ویډیو وینا کې دعوه کړې چې د مارچ پېلیدو وړاندې په ګجرات یا وزیر اباد کې د هغه د وژلو منصوبه تیاره شوې وه.

پخواني وزیراعظم د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته ویلي چې د جنرل فیصل نصیر نه دې استعفا واخلي او پلټنې دې ترې وشي. عمران خان جنرل باجوه ته ویلي، راوېښ شه، هیواد د تباهۍ اړخ ته روان دی.

Pakistan's former Prime Minister Imran Khan speaks with media representatives at a hospital in Lahore, a day after an assassination attempt on him during his long march near Wazirabad.
Pakistan's former Prime Minister Imran Khan speaks with media representatives at a hospital in Lahore, a day after an assassination attempt on him during his long march near Wazirabad.

د تحریک انصاف ګوند مشر بې د کوم ثبوته ویلي چې د دې نه وړاندې هم څلورو کسانو په بنده کوټه کې د هغه د وژلو فیصله کړې وه، چې هغه یې ویډیو هم لري. عمران خان ویلي څلور ډزه لګیدلی دی خو کومه حمله چې پرې شوې ده دهغې تفیصلات به وروسته ووایي .‌

د برید کونکي بله ویډیو

په عین حال کې په عمران خان دبرید په تور دنیول شوي تن یوه بله ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده په کوم کې چې دنوید مهر په نوم نیول شوی دا تن دعوه کوي چې عمران خان باندې یې برید دمذهب دسپکاوي له امله کړی دی اؤ په دې خفه دی چې ولې یې عمران خان نه دی وژلی.

دجیو په نوم پاکستاني رسنۍ وایي په عمران خان دشوي برید ایف ایي ار لا نه دی درج کړل شوی اؤ ددې ایف ایي ار درج کیدو پسر دعمران خان اؤ دپنجاب دوزیراعلا پرویز الهي ترمنځ اختلافونه پیدا شوي دي.

دغه رسنۍ دعوه کوي چې عمران خان غواړي په ایف ایي ار کې باید دپوځ دیو لوړ پوړي افسر نوم هم واچول شي خو وایي پرویز الهي دریځ لري چې هرکله پېښه کې ککړ تن نیول شوی اؤ پلټنې ترې روانې دي نو بیا څنګه کولی شي چې دپوځ یو لویې افسر په ایف ایي ار کې ونوموي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG