د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په مخاطب کولو سره ویلي، "چې د کوم ځای نه غواړې پلټنې کولی شې خو ته به هم د پلټنو برخه يې ځکه چې تورونه تا لګولي دي، مونږ [حکومت] هر ډول پلټنو ته تيار دی".
مريم اورنګزېب د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې د عمران خان تورونو ته دروغجن ويلي او ثبوت يې ترې غوښتی دی.
عمران خان د زیارت د ورځې په هغه د شوي برید پړه په "وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پاکستان د پوځ په یو لوړ افسر مېجر جنرل فېصل نصیر" اچولې، خو په دغې اړه یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د پاکستان پوځ د عمران خان تورونه په کلکه رد کړي او "حکومت ته يې خواست کړی چې د دغه معاملې پلټنې دې وکړي او کوم خلک چې په پوځ بې بنیاده تورونه لګوي او یا یې بدناموي، د هغوي پرضد دې ګامونه پورته کړی شي".
عمران خان د زيارت په ورځ د پنجاب په وزيراباد سيمه کې د هغه په لانګ مارچ ډزو کې سره د څو کسانو ژوبل شوی وو.
په مبينه توګه ډزې کوونکی تن نيول شوی او ويډیوي بيانونه يې هم په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو راغلي چې پکې هغه د عمران خان په هدف کول منلي دي.
مبينه تورن په لومړۍ ويډیو کې يې ويلي وو عمران خان خلک بې لارې کول ځکه يې په هدف کړی او په بله ويډیو کې بيا ويلي په عمران خان يې د مذهب د سپکاوي په سر تور بريد کړی دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله هم ويلي عمران خان چې په کومو درېو تنو تورونه لګولي پرضد يې ورسره په يو ثبوت هم خبره نه ده کړې. هغه ويلي د عمران خان په دغه خبرو به بلېک مېل [بدنامه] نه شي.
مريم اورنګزېب پرون ويلي، "په عمران خان د بريد 24 ساعته وشو مقدمه ولې درج نه شوه؟ ځکه چې هغه دروغ وايي".
د عمران خان په لانګ د بريد پرضد پرون د پاکستان په ګڼو لویو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي دي. په ځايي او نړیواله کچه په عمران خان د ډزو پېښه غندل شوې ده.
عمران خان پرون ویلي، چې روغ شي بيرته به په سړکونو راووځي.