لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د پېښې اېف ايي ار تراوسه نه دی درج شوی، علتونه يې څه دي؟


د پنجاب صوبې د ګوجرات ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] ګجرات سيدغضنفرشاه ويلي، "تراوسه اړونده پولیسو ته د پېښې د رپورټ [اېف ايي ار] درج کېدو دپاره خواست نه دی شوی". قانون پوهان وايي اېف ايي ار سمدست پکار وي او که څومره وروسته کيږي اهميت د لاسه ورکوي.

د ګجرات پولیس مشر جيو نيوز سره په خبرو کې ويلي،د مقدمې په اړوند چې ورته د پنجاب صوبايي حکومت څه لارښوونه کړي هغه رنګ به کولی شي.

د زیارت/ پنجنشپې په ورځ [درېم نومبر] چې عمران خان سره د څو کسانو په لانګ مارچ شوو ډزو کې ژوبل شوی، د ډزو تور يې "په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او پوځ په يو لوړ پوړي افسرمېجر جنرل فېصل نصیر لګولی دی"، خو پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه "عمران خان د دې نه انکار کړی چې د پوځي افسر نوم دې د مقدمې څخه لرې کړی شي ځکه دغه مقدمه تراوسه نه ده درج شوې". وي او اې ډیوه د تحریک انصاف ګوند د مشرانو سره په دغه اړوند د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

اېف ايي ار

قانون پوهان وايي، د پېښې لومړی ابتدايي رپورټ يا اېف ايي ار ډېر بنيادي څيز دی او ټوله مقدمه بيا د دغه رپورټ په بنیاد چلیږي.

قانون پوهه وکيل صلاح الدين ګنډا پور وايي، "د پاکستان د فوجداري قانون 154 مادې لاندې د وارداتو يا پېښې په اړه پولیس ته رپورټ کيږي مقدمه به درج کيږي او که دا رپورټ وروسته کيږي د هغې به وجه ښودل کيږي کنه د دغه اېف ايي قانوني حيثيت ختميږي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "مدعي يا يو تن د پاکستان د هر وګړي پرضد چې کوم ډول اېف ايي ار درج کول غواړي په قانون کې داسې هیڅ نشته اېف ايي ار د هر چا پرضد کېدی شي، نورې خبرې بیا په پلټنو کې معلوميږي او د ګناهګار او بې ګناه فېصله بيا عدالت د ګواهانو په بنياد کوي".

د پوځي خلاف اېف ايي ار

قانون پوهه او د خېبرپښتونخوا پوليس يو پخوانی لوړ پوړی پوليس افسر اخترعلي شاه وايي، "د پوليس سره د پوځي افسر پرضد اېف ايي ار درج کېدی شي فرق پکې دا دی که د پوځي افسر پرضد اېف ايي ار وي نو په هغې کې به بيا پوځي افسر دا خوښوي چې د هغه پرضد دې په پوځي عدالت کې يا د کورټ مارشل د لارې مقدمه وچلول شي کنه په سېول عدالت کې ".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل اېف ايي ار ډېر اهميت لري ټوله مقدمه په دې بنياد چلیږي، او اېف ايي ار د قانون ترمخه د هر چا حق دی چې د هر چا پرضد يې درج کړي رښتيا بيا په پلټنو کې معلوميږي.

هغه زياته کړه، "اېف ايي ار سمدستي پکار وي او که دا وروستو کيږي د شهادت اهمیت يې کميږي، اېف ايي ار يوه نمونه وي چې څنګه درج شي لوړ پوړو چارواکو ته او تفتيشي افسران پرې سمدستي کارروايي پېل کوي او په 14 ورځو کې بيا د دې چالان وړاندې کولی شي او که نوره کارروايي پکې پکار وي نو د عدالت نه به پکې بيا وخت غواړي".

هغه وویل "په اېف ايي ار کې بدلون نه شي کېدی، خو د تاڼې مشر اختیار لري چې د يو چا پرضد شهادت نه وي د جرم نه يې لرې کړي او يا بيا عدالت دا اېف ايي ار ختمولی شي يا پکې تورن تن د شهادتونو د نشتوالي په اساس بري کولی شي".

د پنجاب حکومت دريځ

د پنجاب وزیراعلا پروېز الهي ويلي، د پېښې په اړه يې د صوبې د پولیس مشر ته د ګډې پلټنيزې کمېټۍ جوړولو لارښوونه کړې چې په کمېټۍ کې د ترهګرۍ ضد څانګه شامل کړی شي چې د پېښې ټول اړخونه معلوم شي".

د مرکزي حکومت جواب

او د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په مخاطب کولو سره ویلي، "چې د کوم ځای نه غواړي پلټنې کولی شې خو ته به هم د پلټنو برخه يې ځکه چې تورونه تا لګولي دي، مونږ [حکومت] هر ډول پلټنو ته تيار دی".

خو مريم اورنګزېب د عمران خان لخوا په وزیراعظم، د کورنیو چارو په وزیر او پوځي افسر لګېدلو تورونو ته دروغجن ويلي او ثبوت يې ترې غوښتی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG