لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين او سعودي پاکستان ته د 13 اربو ډالرو د پيکيج ورکولو باور ورکړى


اسلام اباد - مطبوعاتي رپورټونه وايي چې چين او سعودي عرب پاکستان ته د 13 اربو ډالرو د مالي پېکج ورکولو باور ورکړى دى چې پکې به 5.7 اربه ډالر د پورونو په شکل کې ترلاسه کېږي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي دا رقم به پاکستان ددې جوګه کړي چې راتلونکې میاشت کې د ايي ايم ايف سره د ارزونې خبرې په ډاډه زړه وکړي او د مالياتي ادارې سخت شرطونه و نه مني.

دمطبوعاتي رپورټونو ترمخه دا رقم به د روان مالي کال 2022 - 23 د مالي ضرورتونو نزدې 38 فيصدي برخې پوره کولو لپاره کافي وي او پاکستان به په سملاسي ډول د اقتصادي سقوط د خطر څخه وباسي.

نړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف د پاکستان لپاره د پور د سختو شرطونو منلو باوجود دې هېواد ته د کوم لويې مالي پېکج ورکولو باور نه دى ورکړى.

پاکستان د چين څخه د 7.3 اربو ډالرو د پور دبيرته غوښتلو موده کې پراختيا او د يو نيم ارب ډالرو د نوې قرضې اخستل غواړي چې د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د خبر ترمخه چين د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د وروستي سفر په وخت ددې باور ورکړى.

پاکستان د وړاندې څخه د بجټ او جارى کهاتې د خسارو سره مخ دى او روپۍ هم د امريکايي ډالر په مقابله کې ارزښت بېللى دى.

د اقتصادي چارو خبريال طاهر امين ډيوه سره خبرو کې وېلي دا وخت د نړۍ يو هيواد هم پاکستان سره مالي مرستو ته نه دې،ى تېار ځکه چې نړیوال اقتصاد لومړى د کرونا وبا ووهلو او دا اوس د توانايۍ مخ په زياتيدونکو بېعو وځپلو.

ښاغلې امين وویل 13 ارب ډالره که په هر شکل وي خو بيا لويې رقم دى او دې سره به د پاکستان بجټ او د کرنټ اکاونټ خسارې په کمولو کې ښه رول ولوبوي.

نوموړي وويل د ترسيلات زر هم پته نه لګي او نيغه په نېغه نړيوالو پانګونو کې هم کمى راروان دى.

دهغه په وينا پاکستان وايي چې د سږني کال لپاره 37 اربو ډالرو ته اړتيا لري چې په کې د 22 اربو ډالرو بهرنۍ قرضې د سود سره ستنول او پاتې 14 اربه ډالره د بجټ خسارې او بهرنۍ ذخیرې مستحکم کولو کې کارول کېږي.

نوموړى وايي که دا رقم ترلاسه شي نو پاکستان به راتلونکې میاشت کې د ايي اېم اېف سره په غوره شرطونو د خبرو کولو جوګه شي او ايي اېم اېف چې د تېلو سلېز ټېکس لګولو غوښتنه کوي نو د هغې د نه لګولو موقعه به ورته ترلاسه شي.

ښکاره دې وى چې اوس مهال په پېټرولو باندې د سېلز ټېکس کچه صفر ده او که چېرې دا زياتېږي نو زور به يې اقتصاد او عامو خلکو ته رسېږي.

د تېرې جمعې په ورځ د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د صحافيانو سره اسلام اباد کې د غېر رسمي خبرو په ترڅ کې ويلي چي پاکستان چين ته په مجموعي ډول د 8.8 اربو ډالرو د پور خواست کړى او د سعودي عرب څخه يې هم د 4.2 اربو ډالرو قرضه غوښتې ده او د ډار په وېنا د سعودي عرب د خزانې وزیر په دې لړ کې پاکستان ته مثبت ځواب وېلې.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د چين او سعودي عرب څخه ددې مالي مرستې ترلاسه کېدو وروسته به د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې مستحکم شي او روپۍ به هم ډالر په مقابله کې خپل بېللى ارزښت ترلاسه کړي چې د ډار په قول اوس هم د ډالر په مقابله کې د 200 څخه لاندې ده.

د اسلام اباد انټرنېشنل اسلامک يونيورسټۍ د اقتصادياتو د څانګې استاد ډاکټر معراج الحق ډيوه سره تجزیه کې وايي په اصل کې پاکستان د بېلنس اف پېمنټ دلويې ستونزې سره مخ دى او دې سره به د هېواد په اقتصاد فشار کم او حکومت به عامو خلکو ته د اسانۍ ورکولو جوګه شي.

ښاغلى معراج الحق وايي دې سره به په نړيواله کچه د پاکستان باور پرځاي او ددې نه علاوه حکومت ته به د ساه اخستو فرصت په لاس ورشي او اولس ته به ځنې مالي اسانۍ ورکړي لکه څنګه چې ېې اوس اوس کسان پېکج اعلان کړى دى.

اسحاق ډار چين ته د وزير اعظم شهباز شريف وروستى سفر هم بې څاري ګټور بلل او وايي دې سره به په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ولاړ کار بحال شي.

د ډار په وېنا چين پاکستان ته د ورکړي 4 اربو ډالرو د ډپازټ په غځولو هم اماده شوى دى.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف دې وروستیو کې د سعودي عرب سفر هم کړى و او دغه هېواد ته ېې د اسحاق ډار په قول د پاکستان په خزانه کې د ايښودلي نقد رقم د 4 ارب ډالره څخه 6 ارب ډالرو ته د زياتولو خواست کړى و.

سعودي عرب د پاکستان سره ايښودلي د 3 اربو ډالرو د رقم ميعاد له وړاندې نه د يو کال پورې د غځولو اعلان کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG