لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي پاکستان کې د پوځي کودتا ګنګوسې جمهوري نظام او ايين لپاره ستر ګواښ بولي


پېښور - د سياسي چارو څېړونکي د پاکستان موجوده کړکېچنه سياسي فضا کې د مارشل لا لګېدو ګنګوسې د هېواد جهموري نظام او د ايين بالادستۍ لپاره يو ستر ګواښ بولي.

دوی وايي په موجوده حالاتو کې هېواد د يو پوځي آمر د واک ترلاسه کولو دبوج وړلو توان نه لري۔

څېړونکي په دې نظر دي چې ملک په نورو مسلو کې د ښکېل کېدو مخنيوي لپاره د سياسي ګوندونو او نورو طاقتورو قوتونو د روان سياسي اړي ګړي قابو کولو په انتظام کې په ګډه کردار لوبول مهم دي۔

څېړونکي وايي د لانګ مارچ پرمهال په عمران خان وسله وال بريد ،د هغه د ګوند په هېواد کې پيل شوي احتجاجونه او بيا د عمران خان لخوا په خپلو پلويانو د دغو احتجاجونو د دوامداره ساتلو غږد هېواد سياسي حالات ډېر تاوجن کړي دي۔

د عمران خان لخوا په هغه شوي بريد کې د طاقتور پوځي اسټېبلشمنټ نوم اخستلو ته د پوځ سخت غبرګون هم د څېړونکو په وېنا ښايي چې ګني اوس دواړو خواو يو بل ته ښې بډې راښکلي دي۔

وتلي خبريال حامد مير واشنګټن پوسټ اخبار ته په خپل يو مضمون کې ليکلي چې د اسلام اباد په فضا کې د پوځي کودتا ګنګوسي دي۔

نوموړي دا هم ليکلي که چرې حالات نور کړکېچن او تاوجن کېږي نو پوځ د پراخه قامي مفاد په بهانه د حکومت انتظام په لاس کې اخستی شي۔

په دې هلکله د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د قانون د څانګې استاد فېصل شهزاد وي او ای ډيوه وايي چې تېرو پنځه، شپږو مياشتو کې چې دا ملک د کومو حالاتو نه تېر شو او تېريږي نو د هغه خلکو(پوځ)لپاره ددې نه زيات ښه حالات د مارشل لا لګولو لپاره په تاريخ کې نه دي پاتې شوي۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " زما په علم کې چې کومې دوه خبرې دي چې د کومې له وجې مارشل لا نه ده لګېدلې او هيله مند يو چې لګېدلى هم نه شي هغو کې يو اتلسم ترميم دی او يو د جسټس وقار سېټ (د جنرل مشرف پرضد) هغه فېصله ده کومه چې ډېره مشهوره شوې وه او ټول خلک ترې خبر هم دي"

حامد مير په خپل مضون کې ليکلي چې د روانې اوونۍ په سر کې د کنټېنر د پاسه عمران خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل که مارشل لا لګي نو و دې لګي ده ته فرق نه پرېوځي.

حامد مير وايي "عمران خان به نه ويريږي خو زه ويريږم ځکه چې د مارشل لا د لاسه په کال 1971م کې پاکستان دوه ټوټې شوى و"

په دې هکله د پېښور د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد شاه نواز مشال وي او ای ډيوه ته وايي چې پاکستان کې مارشل لا لګول پوځ ته دومره ګرانه نه ده او بيا د کنټېنر نه د ولس په مخکې دا خبره کول او دا دومره اسانول چې که مارشل لا ولګي نو په ما يې هيڅ فرق نه پرېوځي۔

هغه وايي" شايد په عمران خان به يې فرق نه پرېوځي خو په دې رياست، په دې نظام، په دې ولس به يې ډېر ژور اثرات ددغې شي (مارشل لا) پرېوځي"

ورځپاڼې ډان هم په خپلې اداريه کې د وروستني کړکېچ په جمهوري عمل د خرابو اغېزو ذکر کړی دی او ليکي په دوام داره کړکېچ کې طاقتورې حلقې د کورني اړي ګړي په تاثر سره د انتظام د سمبالولو کوشش کولى شي او ددې خبرې د وړاندې نه خبردارى هم ورکړل شوی دی۔

خو څېړونکي وايي چې د هېواد بې څاره معاشي ستونزې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ مسلې او ولسي احتجاجونو سره سره که د هېواد عمومي سياست هم د نفرت، تشدد او تاوتريخوالي ژورې ګندې ته پرېوځي نو د هېواد ناتوانه جمهوريت تر هغې د خطر سره مخ دی چې فېصله کوونکي قوتونه، سياسي مشران او ګوندونه د سياسي زغم او حکمت نه کار وا نه خلي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG