لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ خلاف خبرو په سر حکومت د عمران خان او د هغه د ملګرو پرضد د کارروايۍ پرېکړه کړې ده


دپاکستان مرکزي حکومت د پوځ په غوښتنه دپخواني وزيراعظم عمران خان او د هغه د ګوند پاکستان تحريک انصاف دنورو مشرانو په ضد د قانوني ګامونو اخستو پرېکړه کړې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي دا پريکړه دخالي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ ترسره شوې هغه غونډه کې شوې ده چې پکې د تحريک انصاف ګوند لخوا دپيل شوٶ احتجاجونو په مهال په اړي ګړي او د پوځ په ضد په کيدونکو ويناګانو غور او بحث شوى دى.

دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په ځان دشوي بريد دعوه په وزيراعظم، دکورنيو چارو په وزير او يو لوړپوړي پوځي استخباراتي چارواکي کړې ده.

پوځ دعمران خان دې دعوې ته سخت غبرګون ښودلى او تېره ورځ د پوځ وياندې ادارې پخپل يو بيان کې ويلي و چې داسې تورونه ورته دمنلو نه دي چې پوځ بدناموي او دحکومت نه يې غوښتنه کړې وه چې ددې بې بنياده تورونو په ضد بايد قانوني کارروايي وکړي.

په حکومتي اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پوځ دبيان په رڼا کې به دعمران خان او دهغه دملګرو پرضد قانوني کاروايي کولى شي.

داعلاميې له مخې عمران خان او دهغه ملګرو چې د رياست او ادارو په ضد کومې څرګندونې کړې دي په هغې دقانوني ګامونو اخستو لپاره به د اييني او قانوني پوهانو يوه کميټي جوړولي او دعمران خان او ملګرو په ضد به يې کارروايي پيل کولى شي.

اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې دتحريک انصاف داوسنيو احتجاجونو په مهال چا اړى ګړى جوړ کړى او سرکاري ودانيو او تنصيباتو ته يې زيان رسولى دى دهغوي په ضد به هم قانوني کارروايي کيږي.

خو بل لوري ته تحريک انصاف ګوند دا تاثر رد کړى چې ګنې د رياست يا پوځ بدنامي يې کړې ده.

د پوځ په بيان خپل غبرګون کې د تحريک انصاف ګوند عمومي سکتر اسد عمر ويلي ايي ايس پي ار په عمران خان بې بنياده تورونه لګولي دي.

په ټويټر خپل بيان کې اسدعمر ويلي په افرادو کيدونکې نيوکې په ادارو نيوکې نه وي او د دوي ګوند داسې کوششونه مستردوي چې په افرادو کيدونکې نيوکې په ادارو پسې تړي.

هغه پخپل ټويت کې پوښتنه کړې ده چې که د ادارې هيڅ يو غړى هيڅ غلطي نه کوي نو بيا کورټ مارشل ولې کيږي؟

هغه ويلي عمران خان کله هم د ادارې په ضد خبره نه ده کړې بلکې مدام يې ددې دمضبوطولو خبره کړې ده.

په پاکستان کې وروسته له هغې سياسي تاو تريخوالى په قهرجنو مظاهرو بدل شوى چې اوړمه ورځ دپنجاب په وزير اباد سيمه کې دعمران خان داحتجاجي لانګ مارچ په کنټينر ډزې وشوې.

په دې ډزو کې پخپله پخوانى وزيراعظم عمران خان او دهغه دګوند نور 13 مشران او فعالين وژل شوي او يو تن پکې مړ شوى دى.

ددې بريد نه وروسته عمران خان دهسپتال څخه دقام په نوم خپله يوه ويډيو کې تور لګولى چې په بنده کوټه کې يې څلورو کسانو د وژنې پلان جوړ کړى و او غوښتل يې چې هغه په ګجرات يا وزير اباد کې ووژني.

وزيراعظم شهباز شريف دعمران خان دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي پېښه کې ککړ تن نيول شوى او دا پېښه پنجاب کې شوې ده .

شهباز شريف وايي پنجاب کې دتحريک انصاف ګوند خپل حکومت دى، هغوي دې پلټنې وکړي او هم دې دسپريم کورټ دټولو ججانو دلارې ددې قضيې اوريدنه او پلټنې وکړى شي وايي که دهغه دحکومت لاس پکې ثابت شي نو دسياست نه به لاس واخلي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG