لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايف ايي اى سنېټر سواتي او د هغه مېرمنې پسې تړلې ويډيو جعلي بللې ده


پېښور/ اسلام اباد ـ دپاکستان دسينيټ يو سپين روبى غړى او په تير حکومت کې مرکزي وزير ښاغلى اعظم سواتى وايي په يوه کوټه کې ترې دخپلې ميرمنې سره په پټه ويډيو جوړه کړل شوې او دغه ويډيو بيا دهغه ميرمنې ته ليږل شوې ده.

دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ايف ايي اى پخپل يو بيان کې ياده ويډيو جعلي بللې او وايي دبيلابيلو ټوټو نه راجوړه کړل شوې ده.

داعظم سواتي ويناده چې ددې ويډيو سره يې کورنۍ او دى پخپله دومره رسوا کړل شوي چې ميرمنه، لور او دکورنۍ نور غړي يې دهيواد نه وتلي او دى يې ځان وژنې ته مجبور کړى خو وايي مقابله به کوي.

ايف ايي اى ويلي اعظم سواتي پسې دتړلې ويډيو او اډيو بشپړه تجزيه دنړيوال معيار مطابق شوې ده او هغه ښايي چې دې ويډيو کې څهرې ورانې کړل شوي او فوټو شاپ پکې شوى دى .

په ټولنيزو رسنيو د مبينه پټې ويډيو جوړولو دې عمل ته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي او په مرموزه توګه د پوځ استخباراتي ادارې په دې عمل کې ککړې بلل شوي خو پوځ لا په دې هکله څه سيناوى نه دى کړى.

دخالي په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کې اعظم سواتي ويلي دا ويډيو ترې هغه مهال په کويټه کې د روم ياکوټې دننه په پټه جوړه کړل شوې ده چې دسينيټ چيرمين ده ته دسپريم کورټ دججانو دپاتې کيدو په ودانۍ کې دشپې تېرولو لپاره کوټه ورکړې وه.

د پي ټي ايي سينيټر اعظم سواتي په ژړا کې رسنيو ته ويلي د هغه کورودانې ته د نامالومه نمبر څخه د دوي ذاتي ويډيو ورليږل شوې وه او تور يې پورې کړى چې دا کار پوځي وردۍ کې خلکو کړى دى.

نوموړي وويل" په پوځي وردۍ کې ځناورو ته "چې دده پر ضد د بډو رشوتونو يا څه غير اخلاقى ويډيو ترلاسه نه شوه نو بيا يې دده او دده د ښځې ويډيو راوويسته"

سينيټر سواتي تور پورې کړى چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د خلکو دخولو بندولو لپاره په هر عمل لاس پورى کړى دى.

خو بل لوري ته دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ايف ايي اى ياده ويډيو جعلي بللې ده او ويلي يې دي دباوري فرانزک يا کره کتنې نه معلومه شوې چې دې ويډيو کې بيلا بيلې ټوټې رايوځاى کړل شوي او په ايډيټنګ ترې دا ويډيو راجوړه کړل شوې ده.

ادارې پخپل يو بيان کې په اعظم سواتي غږ کړى چې دخپلو اندېښنو په اړه ايف ايي اى ته ليکلى درخواست ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د اعظم سواتي په مبينه ويډيو خيل غبرګون کې دسپريم کورټ د مشر قاضى څخه د دې معاملې د خپله انده د نوټس اخستو غوښتنه کړې ده.

په ټولنيزو رسنيو د اعظم سواتي دې مبينه ويډيو باندې سخت عکس العمل مخې ته راغلى او د جماعت اسلامي سنيټر مشتاق احمد خان پخپله ټويټر پاڼه ليکلي د سپريم کورټ دانتظار کولو په پځاى سينيټ کي موجوود ټولو سياسي ګوندونو ته د سينيټر اعظم سواتي په شکايت دپارلمان د پلټنو کميټي جوړول پکار ده .

سينټير مشتاق وړانديز کړى چې بايد دغه کميټي دوو اوونيو کې خپل رپورټ ايوان ته وړاندې کړي.

دسينيټ چيرمين صادق سنحراني منلې ده چې کويټه کې دجج کمره کې د اعظم سواتي دپاتې کيدو تابيا هغه کړې وه.

ښاغلي سنجراني ددې ويډيو په جوړيدو افسوس ښکاره کړى او ددې معاملې دڅېړلو لپاره سينيټ کې دټولو ګوندونو دپارلىماني مشرانو ګډه کميټي جوړه کړې ده.

خبريال او څيړونکي مظهر عباس په ټويټر ليکلي چې د سينيټر سواتي په ويډيو حوړيدو د جمهوري او بشري حقونو فعالانو ته سترګې غړول پکار دي.

هغه ليکلي دحيرانتيا خبره داده چې د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز د سينيټر پرويز رشيد په څير تن ، څوک چې پخپله ددې ناوړه عمل نه تير شوى ،هغه هم په دې معامله غلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې سينيټر اعظم سواتى تېره مياشت وروسته له هغې په نيمه شپه کې پورته کړل شوى و چې هغه پخپل يو ټويټ کې دپوځ دسرلښکر نوم واخستو او په هغه يې نيوکې وکړې.

وروسته اعظم سواتي په پوځ تور پورې کړو چې دخپلو اولادونو په وړاندې يې لوڅ کړى او ويډيو ترې جوړه کړل شوې ده خو پوځ د سواتي دغه تور ته هم څه ځواب نه دى ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG