لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله ديش ته په ماتې ورکولو پاکستان د ټي20 نړيوال کپ سيمي فاينل ته ووتلو


پېښور ـ د ټي20کرکټ نړيوال جام دسپر12 پړاو په 29مه مهمه سيالۍکې پاکستان دبنګله ديش لوبډلې ته په پينځوو وکټو دماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل ته رسيدلى دى.

داتوار په ورځ ايډيليډ کې دترسره شوې دې لوبې پچه دبنګله ديش لوبډلې کپتان شکيب الحسن وګټله او پخپله يې د بيټينګ پريکړه وکړه.

دبنګله ديش لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې د اتوو لوبغاړو په سوځيدو 127منډې جوړې کړې .

کله چې دپاکستان لوبغاړي بيټينګ ته ودريدل نو د 128ورکړل شوو منډو هدف يې په 19م اوور کې دپينځوو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه کړو.

دپاکستان له لوري کپتان بابراعظم په 33 بالونو 25 او محمد رضوان په 33 بالونو 32 منډې جوړې کړې.

محمد نواز په4،محمد حارث په31 او افتخار احمد په يوه منډه جوړولو وسوځيدو خو شان مسعود 24 منډې جوړې کړې او ناسوځيدلى پاتې شو.

دپاکستان بولرانو کې شاهين شاه اپريدي 4،شاداب خان2 افتخار احمد او حارث روف يوه، يوه وکټه واخسته

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG