لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:ګوادر کې وسله والو د انجونو د سکول دوتر سوځولى


پولیس وايي دا پيښه دجمعې او د شنبې په منځ شپه د پسنۍ په سیمه کې په وارډ نمبر ۷ کې رامنځ ته شوې ده.

د ځايي خلکو په وينا نامالومه وسلوالو په واده سر محله کې دانجونو د سرکاري سکول د استاذانو دوتر ته اور ولګولو چې له امله يې په دوتر کې پراته ټول توکي وسوځيدل او د سکول ټول ريکارډ هم ايري شوى دی خو دسکول نوري خونې خوندې دي.

سمیز خلک وايي چې وسلوال پر موټر سايکلو راغلی وو او له پېښې وروسته تښتيدلي دي.

دسکول د یوې استاذي په مدعیت کې د پسني د پولیسو په تاڼه کې د نامالو په ضد ددې پېښې مقدمه ثبت کړل شوې ده.

پولیس وايي پلټنې يې پیل کړې دي خو تر دمه دپېښې په تړاو څوک نه دی نیول شوي.

د پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې .

په دې نزدو کې دا دويمه پېښه ده چې رامنځته کېږي.

تیره میاشت په ۱۵م اکتوبر هم دایران سرحدي پولي سره جوخت د ضلع کېچ په بلېده تحصیل کې یو شخصي سکول د نامالومو وسلوالو له لوري په بشپړ توګه سوځول شوى و.

دسیمې خلکو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د سوځول شوو سکولو نو بیا رغونې ته پام وکړي.

بلوچستان د تعلیم په ډګر کې شاته پاتې صوبه ده او حکومت وايي په صوبه کې تر ۱۰ لکو زيات ماشومان له سکولونو څخه دباندې دي په دوې کې تر ۶۰ فيصدي زياتې انجونه دي .

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG