لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان:امنيتي چارواکو د يو ترهګر د وژلو او دوو د نيولو دعوه کړې ده


د افغان پولې ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې کوزه جنوبي وزیرستان کې وسله والو سره د ډزو په تبادله کې امنیتي چارواکو د یو ترهګر د وژلو او د دوو نورو د نیولو دعوه کړې ده.

بل لوري ته د ضلعې مرکز واڼه نه نامالومه کسانو یو ځایي تن تښتولی دى.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اى ډيوه ته ویلی وسله والو سره د ډزو تبادله د کوزه جنوبي وزیرستان بیرمل تحصیل په کاریز کوټ سیمه کې شوې او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو ترهګر وژل شوی چې پیژندګلي یې دنیاز په نوم شوې چې په وروستیو کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوی.

سرچينو ویلي په دغو عملیاتو کې دوه ترهګر نيول شوي او د دوی د ولکې نه يې په غټه کچه وسله او نور چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

د سرچينو په وینا جګړه وروسته له هغې پيل شوې چې امنیتي ځواکونو ته په علاقه کې د ترهګرو د موجوديت استخباراتی معلومات ترلاسه شوي وو چې په علاقه کې دترهګري منصوبه جوړوي.

سرچینو وویل کله چې امنیتي ځواکونه علاقې ته ورسیدل ترهګرو پرې ناتاره ډزې پیل کړې خو په ډزو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دى اوښتی.

تحریک طالبان پاکستان په دې جګړه کې د خپل یوه طالب جنګیالي نیاز وژنه تایید کړې او د ډزو په پیښه کې يې امنیتي عسکرو ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده

د سیمې نه ځایي خلکو وویل پرون ټوله سیمه امنیتي ځواکونو په ګیره کې اخستې وه او تر څو ساعته د ډزو تبادله روانه وه .

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د علاقې امنیتي او انتظامي چارواکي دا پیښه تاییدوي او وایي په سیمه کې د بل کوم ترهګر د نیولو لپاره د سیمې پاکولو عملیات روان دي.

په کوزه جنوبي وزيرستان کې د زیارت په ورځ د امنیتي خواکونو او وسله ترمینځ نښته کې د پولیس یو عسکر ژوبل شوی و.

بل لور ته نن سحر د کوزه جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه یو ځایي تن نامالومه کسانو تښتولی دى.

د واڼه پولیس چارواکي دا پیښه تاییدوي او وایي دا پیښه نن سهار د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه په بایي باس سړک شوې او دطارق خان په نوم یو تن نامالومه کسانو تښتولى دى.

د دوی په وینا پولیس په سیمه کې ناکې لګولي او دلټون عملیات يې پیل کړي دي.

په جنوبي وزیرستان کې د خلکو تښتولو پیښې په دې وروستیو کې زياتې شوي او تر تښتولو وروسته زياتره دخلکوپه ګولیو ویشتلي مړي غورځول کیږي.

د ناامنۍ ددې پیښو پرضد د جمعې ورځ اعظم ورسک سیمه کې پښتون ژغورنې غورځنګ ستره ولسي غونډه کړې وه خو د ضلعي پولیسو مشر عتیق الله تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي د علاقې امنیت په قابو کې دى دغلته د خلکو د تحفظ د پاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او د ضلعې د نورو سیمو ترڅنګ په اعظم ورسک کې ګشتونه کوي.

هغه ویلي داسې پیښې د هیواد په نورو سیمو کې هم کیږي خو دغلته ځنې عناصر داسې قسمه پیښې مبالغه کوي.

دپاکستان پوځ د افغان پولې سره جوخت جنوبي او شمالي وزیرستان کې عملیات کړي او دعوې کوي چې د عملیاتو په پایله کې يې دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی خو تحربک طالبان ویلي یوازې اکتوبر په میاشت کې دوي دپاکستان دننه 43 بریدونه کړي دي.

ددې ادعاو تر څنګ، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره هم د جون د میاشتې نه خبرې پېل کړي. د دغو خبرو مشري په پښتونخوا کې د صوبايي حکومت ویاند بېرسټر سېف کوي او نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي د طالبانو سره د خبرو دریم پړاو به نومبر کې پېل کېږي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG