لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اعظم سواتي د مبينه ويډيو د پلټنو دپاره د سېنېټ 14 کسيزه کميټي جوړه شوې


PTI Senator Azam Sawati Press Conference
PTI Senator Azam Sawati Press Conference

د پاکستان برني اېوان [سېنېټ] مشر صادق سنجراني د سېنېټراعظم سواتي د مبينه ويډیو لیک د پلټنو دپاره د سېنېټرانو 14 کسيزه کميټي جوړه کړې ده.

په ياده کمېټۍ کې د بېلابيلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونکی سېنېټران شامل کړی شوي او ويل شوي دا کميټي به د دې معاملې هر اړخیزه پلټنې کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي سېنېټر اعظم سواتي د خالي/ شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته ويلي، په يوه کوټه کې ترې د خپلې مېرمنې سره په پټه ويډيو جوړه کړل شوې او دغه ويډيو بيا د هغه ميرمنې ته ليږل شوې ده.

هغه ویلي وو دغه ويډیو د اګست په میاشت کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی په کوټه کې د سپريم کورټ په جوډيشل لاجز کې وو.

خو د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې اېف ايي اې پخپل يو بيان کې ياده ويډيو جعلي بللې او ويلي يې دي د بيلابيلو ټوټو نه راجوړه کړل شوې ده.

او سپريم کورټ پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ هم ویلي، د سپريم کورټ په رېسټ هاوس يا استوګنځای کې يې يواځې ججان پاتې کېدی شي او اعظم سواتي د سپريم کورټ په رېسټ هاوس کې نه دی پاتې شوی.

د راپورونو ترمخه د بلوچستان صوبې سپېل برانچ ویلي، اعظم سواتي په بلوچستان جوډيشل اکېډمۍ کې پاتې شوی خو د سپريم کورټ د بيان وروسته جوډيشل اکېډمۍ هم ترديد کړی دی.

بلوچستان جوډيشل اکېډمۍ ويلي، د اکېډمۍ سره د پاتې کېدو یا اوسېدو کومه اسانتيا نشته او نه کوم رېسټ هاوس لري.

ادارې پخپل يو بيان کې په اعظم سواتي غږ کړى چې دخپلو اندېښنو په اړه ايف ايي اى ته ليکلى درخواست ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د اعظم سواتي په مبينه ويډيو خيل غبرګون کې د سپريم کورټ د مشر قاضى څخه د دې معاملې د خپله انده د نوټس اخستو غوښتنه کړې وه.

په ټولنيزو رسنيو د اعظم سواتي دې مبينه ويډيو باندې سخت عکس العمل مخې ته راغلى دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG