په کراچۍ کې نيول شوی افغان په زندان کې مړ شوی او اوس يې مړی د يوې غېر دولتي ادارې سره پروت دی.
پاکستاني چارواکي وايي د مړ شوي افغان تاج محمد (د پلار نامه یې سعید احمد) د مړي بېرته افغانستان ته د لېږلو قضیه په عدالت یا محکمه کې روانه ده. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي هڅه کوي چې د پاکستاني چارواکو سره دا مسله شريکه کړي او دغه مړی بيرته واستوي.
د کراچۍ پوليسو د اکتوبر په 20مه مړ شوی افغان سره د زوی او نورو ګڼو کسانو نیولی وو. په دوی تور دی چې په غېر قانونه توګه پاکستان ته اوړېدلي وو.
په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ په خبره "تاج محمد د فارياب ولايت د لولاش ولسوالۍ/ ضلعې سره تعلق لري نور معلومات يې نشته".
پولیس وايي: “تاج محمد په روغتون کې ناروغه شوی، درملنه یې شوې خو مړ دی او اوس يې د چهيپا په نوم خېراتي ادارې په مرده خانه کې جسد يا مړی پروت دی".چهيپا مني چې دغه جسد هلته پروت دی او "د میاشتې، يوې نيمې پورې د دوی سره مړی نه خرابيږي".
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په کراچۍ کې د کونسلګرۍ مشر عبدالجبار وايي، دوی خبر ترلاسه کړی چې تاج محمد ناروغه وو، دلته راغلی خو نيول شوی او بيا يې ساه ورکړې ده.
هغه وویل: "د پاکستان حکومت دوی ته باور ورکړی چې څوک علاج له راځي هغوی به راپرېښودل کيږي، اجازت به ورته ورکول کيږي خو داسې چې څوک راځي هغوی بیا هم ونيول شي".
عبدالجبار زياته کړه: " د تاج محمد په حواله يې د پاکستاني چارواکو سره تماس کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی او د هغه زوی دين محمد چې نيول شوی او په جېل کې دی هغه هم نه دی خوشی کړی شوی چې د پلار جسد/ مړی بيرته يوسي".
هغه دا هم وويل په کراچۍ کې افغانانو ته ډېرې مسلې جوړول کيږي، سره د اسنادو يې پوليس ونیسي او اسناد ترې اخلي، خو پوليس دغه تور ردوي او وايي يواځې غېر قانونه افغانان نيول کيږي.
په اسلام اباد کې د سېفران وزارت چيف کمشنر سليم خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل په ياده پېښه خبر نه دی او يواځې د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو معاملات ګوري. د تاج محمد د مړي يا جسد لېږلو په اړه یې وويل دغه مسله چې په عدالت کې ده، د عدالت په طريقه به ترسره کيږي دوی پکې کار نه شي لرلی.
عبدالجبار تور لګوي د افغانانو نه په پوله پېسې اخستل کيږي او پاکستان ته راړول کيږي پکار ده چې اول په پوله خلک پرې نه ښودل شي او که پرېښودل کيږي بيا دې دلته نه نيسي.
د سېفران کمشنر وايي دا د پولې د انتظام خبره ده بايد د هغو چارواکو نه پوښتنه وشي.
په کراچۍ کې افغان کډوال وايي چې د دوی ځينې داسې کسان هم نیول کيږي چې هغوی دلته د پاتې کېدو قانوني اسناد لري او دغه خبره د قانوني کډوالو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې [شارپ] منلې چې "د اکتوبر په مياشت کې په کراچۍ کې 47 داسې افغانان نيول شوي د چا سره چې د نادرا افغان سيټيزن رجسټرېشن کارډونه وو او دوی بیا دغه کسان د پوليسو نه خوشي کړي دي".
د جمعې په ورځ د کراچۍ پولیسو ويلي وو د ښار په لويدیځه ضلع کې يې 313 افغانان نيولي، کوم چې په غېر قانوني توګه کراچۍ ته راغلي وو.
په کراچۍ کې د افغانانو وکیله [اېډوکېټ] منيزه کاکړه وايي، "د هغې د معلوماتو ترمخه د ستمبر په مياشت کې دوی 208 افغانان چې نيول شوي خوشي کړي او هغوی بيرته افغانستان ته لېږل شوي وو".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وویل: "د اکتوبر په میاشت کې په کراچۍ او جامشورو کې د 1200 پورې افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيول شوي چې زيات پکې ښځې او ماشومان وو".
هغې زياته کړه "په کراچۍ کې په نیول شوو افغانانو کې د 300 نه تر 400 پورې کسان داسې وو چې هغوی قانوني اسناد لرل".
غېر دولتي اداره شارپ وايي که کوم افغانان بيا داسې نيول کيږي چې قانوني اسناد لري که دوی پرې خبرول کيږي نو دوی يې بيا د خوشي کولو هڅه کوي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، د پاکستاني حکومت د شمېرو ترمخه د تېر کال اګست د میاشتې راهسې د افغانستان نه پاکستان ته خواوشا دوه نيم لکه کسان راغلي چې زياتره پکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان ته تللي دي.
د ادارې په خبره د پاکستان د حکومت سره خبرې کوي چې د نوو راغلو کسانو دپاره دلته برابرتيا وشي ځکه چې په دوی کې ځينې داسې کسان هم دي چې بيرته افغانستان ته په تلو د مسلو سره مخ کېدی شي.
په کراچۍ کې په وروستيو کې نيول شوو افغانانو کې ځينو وي او اې ډیوه ته ویلي چې په افغانستان کې روزګار نشته پاکستان ته يواځې روزګار له راځي خو دلته ورسره سختي کيږي او نيول کيږي.