لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماما قدير: د بولانه 20 تنه ښځې او ماشومان په زوره بې درکه کړل شوي


ماما قدير بلوڅ
ماما قدير بلوڅ

د لا درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز له حکومته غوښتي چې د بولان څخه په زوره لا درکه کړل شوي 20 تنه زنانې او ماشومان دې راخوشي کړل شي. حکومت وايي په دې اړه معلومات نه لري، پوليس چارواکو دا تور او پروپېګنډه بللی.

د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکوونکي تنظيم وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز مشر ماما قدير تور پورې کوي چې څو ورځي وړاندي د کچهي ضلعې بولان سيمې څخه د زنانو او ماشومانو په ګډون 20 تنه په ﺯوﺭه لا دﺭکه کړل شوي دي.

ماما قدير و ډيوه ته وويل په ياده سيمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي او د دې عملياتو پر وخت يې زنانې او ماشومان له ځانه سره بولي دي.

" دا اته ورځې کيږي چې په بولان کې خوني اپريشن روان دی چې په دې کې خلک په زوره لادرکه کوي، 11 ښځې او اووه ماشومان هم وړل شوي دي، دا ډېر خطرناک اپريشن دی، دا اپريشن بل څوک نشي کولای، دا سي ټي ډي، پاکستاني افواج او خفيه ادارې دا کار کوي".

د بلوچستان د کورنیو چارو سالاکار ضيا لانګو دا مني چې په بېلا بېلو سيمو کې د ادارو له لوري عمليات روان دي خو د دې تورونو په ځواب کې ضیا لانګو له ډيوه سره په خبره کې وويل، دا د بلوڅ او پښتون کلتور او ننګ خلاف کار دی، او په دې اړه به پلټنې کوي.

هغه وويل دی له ملکه بهر دی او په دې اړه يې له اړوند ادارو سره تماس نيولی خو ادارو ورته ويلي چې له دوی سره په دې اړه کوم معلومات نشته او نه کوم چا مقدمه درج کړې ده.

"په دې اړه مې د ټولو ادارو او د سیول انتظامیه سره اړیکې نیولي، له دوی سره په دې اړه هیڅ مالومات نشته، نه هم د دې پېښې په اړه کوم چا رپورټ یا شکایت درج کړی دی، که چېري واقعي داسي کومه پېښه شوې وي ددوی د کورنۍ غړي دې ولاړشي د پولیسو، يا ډي سي ته دې خپل شکایت درج کړي".

د بلوچستان د پوليسو د اي جي ځای ناستي سلمان چوهدري نن په کوټه کې خبري کانفرنس ته وويل چې په بولان کې نه کوم عمليات شوي او نه هم څوک لا درکه کړل شوي دي، "دا د بي ايل اې او نورو تنظيمونو لخوا يوه پروپېګنډه ده، په بولان کې د ښځو د پورته کېدو هيڅ کومه پېښه نه ده شوې، نه مونږ پورته کړي او نه نورو ادارو".

د ياد تنظيم چېرمېن نصرالله بلوڅ په خبره له بولان سيمي څخه تازه لادرکه کړل شوو کسانو کې څلور کاله مخکې له هرنايي څخه لا درکه شوي کس کور ودانه مريم اود هغې زوی کلیم الله هم شامل دی.

نصرالله بلوڅ تور پورې کوي چې سي ټي ډي پوليسو هم دا راز د بولان د يوې بلي سيمې څخه يوه ښځه سمهدا سمالاني د هغې د څلورو ماشومانو سمو سمالاني، باني سمالاني، فريده او راجي تر څنګ، دل بخته او د هغې درې ماشومان دربخته، نوربخته او عايشه هم لا درکه کړل شوې دي او د دې معلومات يې له قام پرسته بلوڅ مشر سردار اختر مېنګل په واسطه له مرکزي حکومت سره شريک کړي دي.

پاکستان کې د بشري حقونو محکنۍوزيرې شيرين مزاري پر خپل ټويټر ليکلي،" په بولان او شاوخوا سیمو کې چې څه روان دي، دا زړه دردونکی عمل دی، په خاصه د لږترلږه یوولسو میرمنو، ځوانو انجونو او ماشومانو په زوره سره لا درکه کول، د پوځ د دې بې توپیره عملیاتو په اړه د پاکستاني رسنیو چوپتیا یو وار بيا دا دا ثابتوي چې رياست څه ډول د رسنيو خوله تړلې ده".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په دې اړه ټويټ کړی او ليکلي يې،"له بولان څخه د بلوڅو ماشومانو او ښځو په زوره لا درکه کول مانا و ګړده ټولنه ته تکليف ورکول دي، د اساسي قانون او عدالتونو په شتون کې په زوره خلک لادرکه کول د اساسي قانون او محکمو څخه د سرغړونې په مانا ده، په جبر او ظلم ستونزې نه حل کېږي، بلکې کرکه لازیاتوي".

د ماما قدير په خبره د بولان په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې او پلټنيز عمليات روان دي او په سېمه کې پرتو زياترو کورونو له چاپو وهلو پس امنيتي ځواکونو ګڼ شمير خلګ لادرکه کړي او د لا درکه کسانو په شمېر کې اضافه شوې ده.

خو د داخله چارو سلاکار مير ضيا لانګو وايي چې د دوی په حکومت کې زياتره لادرکه بېرته خپلو کورنو ته راستانه شوي هم دي وايي د د تنظيم له لوري ورته د 390 کسانو نومونه ورکړل شوي وو،"شپږ مياشتې لمخه 325 لا درکه کسان موندل شوي و او اوس خو به پدې کې نوره اضافه هم شوې وي".

په زوره لادرکه شوو کسانو په اړه د اسلام اباد هايي کورټ په حکم جوړ شوي کمېشن د رپورټ تر مخه په اکتوبر مياشته کې ټول 128 کسان لادرکه شوي دي او په پخوانې لادرکو شوو کسانو کې 118 کسان موندل شوي چې پکې 113 خپلو کورونو ته ستانه شوي.

د قامي اسمبلۍ د غړي قام پاله بلوڅ مشر اختر جان مېنګل په مشرۍ کې د ياد کميشن غونډه تيره مياشت د اکتوبر پر 21 ترسره شوي وي چې په کې د پاکستان د قانون سکرېټري او د بشري حقوقو سکرېټري د خپلي صفايي او رپورټ وړاندي کولو په موخه غوښتل شوي.

د ياد کمیشن د رپورټ دی چې تر دامهاله په ټول ملک کې د لادرکه کسانو شمير تر 9000 اوښتی.

په پاکستان کې د قام پاله ګوندونو، د بشري حقونو لپاره کارکونکي تنظيمونو او سازمانونو له لوري د بلوڅو او پښتنو د لا درکه کیدو تورونه د پاکستان پر پوځي او استخباراتي ادارو لګيږي خو پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي او دريځ يې خپل کړی چې دوي هميش له قانون سره سم خپل فعاليت کړی او بغېر له کم ثبوت، جرم او نه هم په خپل سر يا غېر قانوني د چا په مرګ کې يې لاس لرلی.

د پاکستان پوځ او حکومت دا هم ويلي چې هغه کسان هم په لادرکه کسانو کې شمارل کيږي کومو چې د حکومت پر ضد وسلوال فعاليت پېل کړی او غرو ته ختلي او يا هم نورو هېوادونو ته تښتيدلي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG